لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د روس او نېټو غړو سره په ګډه د سمندري ځواکونو د مشقونو کوربه توب کوي


پاکستان د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي، د روانې مياشتې په وروستیو کې به د 45 هېوادونو چې پکې امریکا، چين او روس شامل دي په بحېره عرب سمندر کې به په ګډه د دغو هېوادونو د سمندري ځواکونو مشقونه يا تمرینات کيږي.

د وي او اې د خبر ترمخه دا به په لسیزه کې لومړی ځل وي چې د روس سمندري بېړۍ به د نېټو د ګڼو غړو هېوادونو سره په ګډه په تمريناتو کې برخه اخلي.

چارواکو ويلي، د امن په نوم د دغو تمريناتو هدف په سمندر کې د قزاقانو پرضد جګړې، ترهګرۍ او سمندري امنيت ته د نورو ګواښونو د مخنيوي په لړ کې کولی شي.

د پاکستاني فليټ رير اېډمرل نويد اشرف ويلي، د امن تمريناتو مقصد د يو بل ترمنځ فاصلې ختمول او د ګډ مقصد دپاره يو ځای عمليات کول دي.

د تمریناتو په اړه په سرکاري اعلاميه کې ویل شوي برخه اخستونکي به په دې تمریناتو کې سمندري او فضايي اثاثو، د ځانګړو عملياتو ځواکونه، سمندري ټيمونه، مبصرين او لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي.

ويل شوي دا تمرينات به په دوه برخو مشتمل وي چې په يوه برخه کې به سيمينارونه او بحثونه کيږي او په بله کې به په سمندر کې عملي مشقونه وي.

ويل شوي په دې تمریناتو کې به برتانيه، بنګله دېش، سري لنکا، انډونيشيا، ملايشيا او د افريقه يونين هېوادونو ځواکونه برخه اخلي.

تېر ځل روس د نېټو هېوادونو د غړو سره په کال 2011م کې د سپېن په سمندر کې برخه اخستې وه.

د نېټو او روس اړيکې په کال 2014م کې د یوکرېن د شخړې په سر خرابې شوې وې.

نويد اشرف ويلي، پاکستان سمندري امنيت نه يواځې د ځان دپاره، بلکې د هغو ټولو هېوادونو دپاره مهم ګڼي چې خوشالي او پرمختګ يې د سمندر سره تړلي دي.

هغه په دې خبره زور ورکړی چې د پاکستان سمندري ځواک د تجارت د ډهانچې فعال کول د چين په مالي او تکنيکي مرسته ممکن شوي کوم چې د دوی د غېر معمولي دفاعي او ملي امنیت مهمه ايجنډا ده.

د پاکستان نه تېرېدونکې د چين پاکستان اقتصادي راهداري چې د اربونو ډالرو پروژه ده د بيجنګ د نړيوال بېلټ او روډ مهم عنصر ګڼل کيږي. دې پروژې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو معاشي اړيکې پیاوړې کړي، د کوم سره چې به په روايتي توګه د دواړو هېوادونو پوځي اړيکې هم نزدې کیږي.

تيره اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر ویلي وو چې د چين څخه به اته سب مېرېن او څلور سمندري بېړۍ ترلاسه کړي.

د چين سره د اړیکو په ترڅ کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ته د چين پوځ د کرونا ضد ويکسين د مرستې په توګه ورکړي دي، دا لومړی ځل دی چې چين کوم بهرني پوځ ته دغه ويکسين ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG