لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:قلات کې د وسله والو په ډزو درې خواریکښ وژل شوي


دبلوچستان دقلات سیمې په منګوچر سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو درې مزدوران یا خواریکښ وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی .

د ډان ورځپاڼې له مخې د وژل شوؤ ټولو مزدرانو تعلق د پنجاب د صادق اباد سیمې سره دی اؤ دوئ د بلوچستان دکورنیو چارو د وزیر ضیاء الله لانګو په پلرنۍ سیمه کې وژل شوي دي.

د لیویز ځواکونو یو لوړپوري مشر ریسالدار میجر محمد اکبر مینګل ویلي چې دا خواریکښ د دوشبنې په سهار هغه مهال نامعلومو وسله والو په ډزو وژلي چې دوئ پخپله خیمه کې کې اوده وؤ.

امنیتي چارواکي وایي چې وسله وال په یو ګاډي کې ددې خوارېکښو په وژلو پسې کیمپ ته ورغلي وؤ له ډزو کولو وروسته هم په دغه ګاډي کې تښتیدلي دي.

د وژل شوؤ خواریکښو پېژنګلدو د قامسم علي،شاهنواز اؤ تډا په نومونو شوې ده اؤ دوئ د په پنجاب د رحیم یار خان سیمې دصادق اباد اوسیدونکي وؤ .

تر اوسه ددې وژنو پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې اؤ دصوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو ددې پېښې د پلټنو اؤ‌ پېښه کې د ککړو کسانو نیولو دپاره دعملیاتو امر کړی دی.

پخپل یو بیان کې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په پېښّه کې ککړ کسان به زر ونیول شي اؤ دانصاف محکمې ته به راکش کړل شي.

تر دې وړاندې د روان کال په پیل کې په دریمه جنورۍ دبلوچستان په مچهـ سیمه کې ۱۰ هزاره نسله کان کیندونکي هم وسله والو وژلي وؤ چې ددغه وژنې پړه القاعده پغاړه اخستې وه.

په مچهـ کې د۱۰ مزدورانو له وژنې وروسته په بلوچستان اؤ ګرد هیواد کې احتجاجي مظاهرې شوې وې اؤ حکومتي چارواکو ویلي وؤ چې دامنیت باوري کولو دپاره به صوبه کې کوټلي ګامونه اخلي.

دبلوچستان په بیلابیلو سیمو کې تر دې مخکې هم ګڼ شمیر خواریکښ د وسله والو لخوا وژل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG