لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سېنېټ انتخابات به په درېم مارچ کيږي


د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان وکړو چې د برني اېوان (سېنېټ) انتخاباتو د ټاکنو دپاره به رايې اچونه په درېم مارچ کیږي.

د سرکاري ميډيا ترمخه الېکشن کمېشن ویلي، کانديدان به په 12م او 13 فرورۍ د نامزدګۍ دپاره کاغذونه جمع کوي او په 14م فرورۍ به د نامزد کانديدانو نوملړ جاري کولی شي.

ويل شوي په 15 او 16م فرورۍ به د کاغذونو جاج اخستل کيږي او د 18م فرورۍ پورې کانديدان کولی شي چې د کاغذونو په اړه اورول شوو فېصلو ته د بيا د کتنو دپاره خواست وکړي.

دغه ډول په 23م فرورۍ به ختمي نوملړ اعلانولی شي، په درېم مارچ به په سېنېټ او د څلورو واړو صوبو په اسمبليانو کې رايې اچول کيږي.

د پاکستان د سېنېټ چې 104 څوکۍ دي د مارچ په مياشت کې د 54 سېنېټرانو شپږ کلنې موده سرته رسي چې پکې د قبايلي ضلعو څلور سېنېټران هم شامل دي>

خو د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو وروسته به اوس دغلته څلور نور سېنېټران نه منتخب کيږي.

د روانې مياشتې په سر کې د شمالي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په قومي اسمبلۍ کې قانوني مسوده وړاندې کړی او منظور کړی شوې وه چې د قبايلي ضلعو اته څوکۍ دې په ځای وساتل شي.

خو قانون پوهان وايي دغه خبره قانوني مشکلات لري.

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سېنېټ په انتخاباتو کې د ښکاره رايې ورکولو دپاره صدارتي حکمنامه جاري کړې او سپريم کورټ ته يې دغه مسله وړلې ده.

سپريم کورټ په دغه اړه لا فېصله نه ده اورولې، خو مخالفه ګوندونه (اپوزيشن) د تحریک انصاف د حکومت په ښکاره د رايو ورکولو د عمل مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG