لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان یوه اوونۍ کې له غزنوي توغندي وروسته د کروز توغندي بابر ازموئنه هم وکړه


پاکستان روانه میاشت کې د غزنوي په نوم داټومي توغندي له بریالۍ ازموئنې وروسته د زیارت په ورځ د “بابر “په نوم د کروز توغندي ازموئنه هم کړې ده

دپاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وایي دبابر په نوم دا کروز توغندی په ۴۵۰ سوه کلومیټره واټن کې په زمکه اؤ سمندر کې خپل هدف په نخښه کولی شي.

پوځ وایي دتوغندي د ازموئنه دنیسکام چئیرمین ډاکټر ثمر،دپوځ دستراتیژیکي ځواکونو دمشرانو اؤ مهمو سائنسدانانو په موجودیت کې شوې اؤ هغوئ د پوځ د سټرایژیکي ځواکونو دمسلکي چمتووالي اؤ روزنې ستائنه کړې ده.

دتیرې یوې اوونۍ په مهال دا دپاکستان دپوځ دوهمه د توغندي ازموئنه ده چې په کامیابۍ د ترسره کولو دعوه یې کوي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په دریمه نېټه دپاکستان پوځ ویلي وؤ چې د زمکې نه په زمکه د وار کوونکي اټومي توغندي غزنوي بریالۍ ازموئنه کړې ده چې دا توغندی ۲۹۰کلومیټره پورې دخپل هدف په نخښه کولو توان لري.

تیرکال هم په دې میاشت یعنې فرورۍ کې پاکستان د رعد۲ په نوم دیو بل کروز توغندي ازموئنه کړې وه اؤ پوځ ویلي وؤ چې دا توغندی د۶۰۰ؤ کلو میټرو په واټن په زمکه اؤ سمندر کې خپل هدف په اسانۍ سره ویشتلی شي.

تر هغې وړاندې اګست کال ۲۰۱۹م کې چې کله دپاکستان اؤ هند اړېکې دیو بل سره زیاتې کړکیچنې شوې وې نو هم پاکستان د غزنوي اټومي توغندي ازموئنه کړې وه.

دغریبۍ اؤ‌ بدو ورځو سره مخ رقیب ګاوندي هیوادونه پاکستان اؤ هند هرکال دخپل بجټ زیاته برخه ددفاعي اړتیا ؤ په نوم په پوځ مصرفوي اؤ وخت په وخت دنوؤ وسلو اؤ میزائیلو تجربې کوي.

په مارچ کال ۲۰۱۹م کې هند ویلي وؤ چې خپلو هوایي یا خلایي اثاثو ته دپېښو ګواښونو مخنيوي لپاره يې دديو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې ده خو ورسره جوخت یې داسپیناوی هم کړی ؤ چې هند په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

پاکستان دا مهال دبهرنیو پورونو له امله په سختو معاشي بحرانونو کې ګیر دی، اؤ د غزنوي توغندي دنوې تجربې څخه یواې یوه ورځ دمخه ددې هیواد وزیراعظم عمران خان ولس سره په ټیلي فوني تماس کې ویلي وؤ چې په هیواد اوښتې قرضې اؤ په هغې ورکړل کیدونکي سودونه ددې لامل شوي چې پاکستان ته دخپلو پیداواري ادارو په پښو ودرولو کې مشکلات دي.

پاکستان اؤ هند د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند کال ۲۰۱۸م کې خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

XS
SM
MD
LG