لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن د شي جين پينګ سره په څو موضوعاتو اندېښنې شريکې کړي


د امریکې صدر جوبايډن د چين د صدر شي جين پينګ سره په ټيليفون خبرې کړی او په څو موضوعاتو یې ورسره اندېښنې شريکې کړي دي، دا د بايډن د صدر جوړېدو وروسته د چین د صدر سره لومړۍ ټيليفوني خبرې شوي دي.

صدر جوبايډن په (11م فرورۍ) په خپله د دغو خبرو په اړه په ټویټر ویلي،

"صدر شي جين پينګ سره مې په خبرو کې د غېر منصفانه اقتصادي ماملاتو، د بشري حقونو سرغړونو او هانګ کانګ په اړه اندېښنې شريکې کړې. ما ورته وويل چې د چين سره به کار وکړي خو چې ګټه يې امريکايي ولس ته هم وي".

سپينې ماڼۍ د دغو خبرو په تفصيل کې ويلي، صدر جوبايډن د چين په غېر منصفانه اقتصادي طريقو، په هانګ کانګ په کړکېچ، په سنکيانګ کې د بشري حقونو په سرغړونه، او د تايوان په ګډون په سیمه کې په ځينو کړنو اندېښنې څرګندې کړي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي دواړو مشرانو د کرونا وبا د مخنيوي، نړيوال صحت ته په ورپېښو چېلنجونو، چاپېريال او په نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس ویلي، دواړو مشرانو دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې صدر بايډن له دغې نه وړاندې د چين په اړه د امريکايي تګلارې دپاره د دفاع محکمې پېنټاګون د ټاسک فورس جوړولو اعلان کړی وو.

د خبرو په اړه د چين سرکاري ټيلي ويژن (سي سي ټي وي) ویلي شي جين پينګ منلې چې د دواړو ملکونو اړيکې د اختلافاتو ښکار دي او هواري ته اړتيا لري هغه د چين لخوا په ټوله کې د مرستو دوامداره ساتلو په خبره ټينګار کړی دی.

سي سي ټي وي ویلي، "شي چين پينګ د تايوان، هانګ کانګ او سنکيانګ کې د ايغور لږکيو په اړه ويلي دا د چين کورنۍ خبرې دي او ویلي يې دي امريکا دې د چين د ګټو احترام وکړي او د احتياط نه دې کار واخلي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG