لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو تنظيمونه: نړۍ دې چين ته د 2022م کال د اولمپیک لوبو ته نه ځي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو تنظيمونو چې شمېر يې د 180 نه زيات ښودل شوی د نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې په چين کې د 2022م کال کېدونکو اولمپېک لوبو ته دې ځکه نه ځي چې ياد هېواد د نسلي لږکيو ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌خلکو د بشري حقونو نه سر غړونه کوي.

د تبت، ويغور، هانګ کانګ، تايوان اتحاد او نورو د بشري حقونو تنظيمونو تېره اوونۍ يو پرانیستی ليک لا اوپن لېټر خور کړی چې پکې حکومتونو ته وايي "دا دې يقيني شي چې دا لوبې د چين حکومت د بوږنوونکو بشري حقونو د پایمالۍ او د نظر اختلاف په لرونکو زور جبر ته نور هم ډا‌‌‌‌‌‌ډه نه کړي".

څېړونکي: چين د تايوان سره په ذهني جګړه دی

په ليک کې ويل شوي بېجينګ په ياد بايکاټ په هانګ کانګ خپله سياسي ايجنډه په مخ وړي چې د 2022م کال لوبو ته د نه تلو په سر به سفارتي اړيکي ودروي سفارتکاران به بيرته وغواړي او د قونصلګرۍ چارې به د فبرورۍ د څلورمې نېټې نه تر شلمې نېټې وتړي.

منتظيمين بارو لري چې دا ګام به چين ته يو پيغام وي. دا غږ په داسې وخت کې شوی چې څو ورځې مخکې د امريکا وزير خارجه انټوني بلېنکېن د چين په مهم سفارتکار يانګ جيچي په وړومبي ټيليفون کې د بشري حقونو او په خصوصي توګه په سينکيانګ، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو په احتساب زور راوړی.

لوړپوړي امريکايي سفارتکار ويلي امريکا به د بېجينګ سره د انډو پېسیپیک استحکام ته د خطر جوړېدلو په سر حساب کتاب کوي.

د کېنېډا د درځن نه ‌‌‌‌‌‌ډېرو قانون سازانو يو پرانیستی ليک لاسليک کړی چې پکې له چینه د اولمپیک لوبو د بهر کولو غږ شوی.

د چين سرکاري مېډیا ګلوبل ټايمز په خپله اداريه کې غبرګون ښودلی او دړکه يې ورکړې که د لوبو نه بايکاټ وشو نو "چين به دې ته ضرور سخت غبرګون وښيي".

د چين د پاره د هيومن رايټس ‌‌‌‌‌‌واچ ډایرکټره سوفي رچر‌‌‌‌‌‌ډسن وايي دا پيغام د 2008م کال د لوبو کوربه د هغې نعرې نه ‌‌‌‌‌‌ډېر بدل دی چې وايي "بېجينګ ستاسو هرکلی کوي". هغه وي او اې ته وايي:

"که چېرې چيني حکومت دومره توان د بشري حقونو د سرغړونې خلاف ازمېيلی وای چې څومره مخالف تبليغ کوي نو کېدلای شي د بايکاټ خبرې ختمې شي".

دا به هيڅ اغېزه ونه لري:

نور کارپوهان د دې غوښتنې سره مل نه دي او د کېنېډا د انټرنېشنل اولمپیک کمېټۍ د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې راهیسې غړی ‌‌‌‌‌‌ډېک پاونډ وايي "مونږ پوهېږو چې د لوبو نه بايکاټ به يو ګام وي چې هيڅ اغېزه به ونه لري".

هغه بي بي سي ته وايي "دا لوبې چينايي لوبې نه دي بلکې د ای او سي لوبې دي. د لوبو د کوربه توب فيصله په دې خيال نه کيږي چې دا د کوم حکومت د پاليسۍ منل دي".

د 2022م کال د ژمي د اولمپېک لوبو د سفارتي بايکاټ دا انديښنې د بشري حقونو سره تړل د نړيوالې کچې د لوبغاړو او د لوبو د مينانو سره د اوږدې مودې راهسې روانې دي.

د 2018م کال د ژمي اولمپیک لوبې چې په سوېلي کوريا کې شوې وې د تنظيموونکو په وينا 1.92 اربه خلکو کتلې وې چې د نړۍ 28% برخه جوړوي.

د لوبو ميدان د بشري حقونو د ملاتړ د پاره کارول د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د 200 ميټره تېزه منډه وهونکو امريکايانو ټومي سمېت او جون کارلوس له خوا پيل شوه چې د نومونو په ترتيب يې د سرو او ګيلټو تمغې ګټلې وې.

په يو فايل تصوير دواړه امريکايي لوبغاړي په مېکسيکو ښار کې د 1968م کال د لوبو په وخت داسې ښودل کيږي چې د امريکا د قامي ترانې دې سټار سپرينګلډ بينر په غږولو د نسلي امتياز خلاف د احتجاج په توګه موټي اسمان ته اوچتوي او سرونه يې ښکته نيولي وي.

تر هغې وروسته د 1970م کال د لوبو نه سوېلي افريقا د نسلي امتيازي سلوک په بنياد و ايستل شوه او بيا د 1992م کال په بارسلونا کې کېدونکو لوبو کې ورته د ګډون اجازت ورکړل شو.

په 1980م کال کې د امريکا په مشرۍ 66 هېوادونو د ماسکو لوبو نه بايکاټ کړی وو ځکه چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل کړی وو.

د سیډني ټيکنالوجي پوهنتون د لوبو د يو منتظم ايسوسيېټ پروفيسر ‌‌‌‌‌‌ډيرېل ا‌‌‌‌‌‌ډير وي او اې ته ويلي، دا د انټرنېشنل اولمپیک کمېټې (ای او سي) دنده ده چې د کوربه هېوادونو په چلن کې د اولمپېک لوبو د اصولو د ښکاره ساتنې پوره تایید وکړي. هغه وايي:

"د مثال په توګه ای او سي او د نړيوالو لوبو جومله به دا وزغمي چې د روهينګيا خلکو سره سلوک ته په کتلو ميانمار د اولمپیک کوربه شي؟ دا تازه پوځي کودتا پرې لا د پاسه".

ا‌‌‌‌‌‌ډير وايي "چين د ميانمار په څېر ملک دی د چا په اړه چې څېړونکي جدي او په ځای اندېښنې لري. د ټولو نه ښکاره پکې د نسلي اقليتونو سره د بېجينګ سلوک دی".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG