لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په کرونا وایرس نور ۵۸ کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي د تیر یو شواروز په مهال پاکستان کې نورو ۱۲۶۲ کسانو ته کرونا وایرس ورپوری شوی اؤ ۵۸کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دکرونا وایرس دڅار دپاره د جوړې کړل شوې دولتي ادارې د شمیرو له مخې دهیواد بیلابیلو برخو کې دتیر یو شواروز په مهال په دې وایرس ۵۸کسان مړه شوي چې دې سره په دې وایرس د مړینو شمیره ۱۲۲۷۶ته رسېدلې ده.

دتیرکال راهسې چې پاکستان کې دکرونا وایرس وبا خوره شوې نو ټول یې پینځه لکه ۶۱زره اؤ ۳۲۵کسان اغېزمن کړي خو له دغې جملې نور ټول روغ شوي اؤ دا مهال پاکستان کې یوازې ۲۵۶۴۹کسان په دې وایرس اخته دي.

په خیبر پښتونخوا کې ټول ټال ۶۹زره اؤ ۳۸۶کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ ۱۹۸۶کسان پرې مړه شوي دي.

سندهـ ایالت کې د کرونا د ناروغانو شمیره ۲۵۳۰۹۰ ښودل شوې اؤ ۴۱۹۹ کسان په دغه صوبه کې ددې وایرس له امله مړه شوي هم دي.

پنجاب کې ټولو ۱۶۳۳۶۷ کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ ۵۰۲۶کسان پرې مړه شوي دي.

بلوچستان کې هم ۱۸۹۲۴کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ ۱۹۸ پرې مړه شوي دي.

اسلام اباد کې په کرونا وایرس داخته شوؤ شمیره ۴۲۱۳ ښودل شوې اؤ ۴۸۴ کسانو خپل ژوند ددې وایرس له امله د لاسه ورکړی .

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۹۴۰۸ کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ۲۸۱ پرې مړه شوي ،همداشان ګلګت بلتستان کې ۴۹۳۷ کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ ۱۰۲مړه شوي دي.

د ۲۲ کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان تر دې ساعته دکرونا ضد ویکسین بشپړ ه شمیره نه ده ترلاسه کړې اؤ چین دې هیواد ته د کرونا ضد ویکسین یوازې پینځه لکه خوراکونه د ډالۍ په توګه ورکړي دي.

دچین څخه ترلاسه شوي دا ویکسین په لمړي پړاؤ کې د صحت هاغو مامورینو ته ورکول کیږي چې په دکرونا وایرس مخنیوي دپاره په وړومبيو لیکو کې فعالیت کوي.

دپاکستان مرکزى حکومت د هیواد شخصي څانګې ته د کرونا وایرس دمخنیوي د ویکسينو د درامد کولو اجازه ورکړې ده خو په مقامى مارکېټ کې یې ددې د خرڅولو لپاره نرخ نه دی ټاکلی.

XS
SM
MD
LG