لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي، اته ژوبل


د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د پوځ په کاروان يوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه دوه پوځي سرتيري وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. پوليس دغه خبر تاييد کړی پوځ په خپله تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د جنوبي وزیرستان پوليسو وي او اې ډیوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ويلي، تير ماښام (د فرورۍ په 14) د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه په بايي سړک د پوځ کاروان روان وو او ښخ باوردي موادو چاودنه پرې شوې ده.

د پولیسو ترمخه په چاودنه کې لږ تر لږه دوه پوځي سرتيري وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د دې خبر خپرېدو پورې پوځ په خپله د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.

تحریک طالبان پاکستان د چاودنې زمه واري منلې ده.

پوليسو ويلي د پېښې وروسته د پوځ او ملېشې ځواکونو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

د علاقې څخه يو تن انور وزیر وي او اې ډيوه ته ويلي چې د واڼه بازار په بشپړ ډول بند دی د تګ راتګ لارې تړلي دي او خلک په کورونو کې ايسار دي.

خو پوليس چارواکي چې ډیوه سره یې د پېښې په اړه مالومات شريک کړي، ويلي يې دي کرفیو يا ګرځبنديز نه دی لګول شوی، امنيتي ځواکونه په ځای کړی شوي او پولیس هم ورسره په ګزمه دي.

درې ورځې وړاندې په 12م فرورۍ ويلي وو د جنوبي وزيرستان په مکين علاقه کې يې د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي وو.

د دغه پېښې زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG