لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د اېف ـ سي سرتيری په وسله وال بريد کې وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي، تيره شپه د بلوچستان په کچلاک ضلع کې ترهګرو د اېف ـ سي ځواک په چيک پوسته بريد کړی او يو سرتيری پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د 14م فرورۍ په شپه په کچلاک ضلع کې د خوشاب سره نزدې په غټ سړک (هايي وی) د اېف ـ سي په چيک پوسته برید ترهګر برید شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو سره په ځوابي ډزو کې سپاهي اسد مهدي وژل شوی دی.

بي اېل اېف نومې ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

د پېښې وروسته د عملياتو په اړه پوځ ویلي علاقه په ګېره کې اخستل شوې چې ترهګر ونه تښتي.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې تيره شپه په جنوبي وزيرستان کې د پوځ په کاروان بمي چاودنې شوې او لږ تر لږه دوه پوځي سرتیري پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي، امنيتي سرتيري، خواريکښ او عام کسان هم په هدف کيږي.

روانه مياشت د قلات په منګوچر سيمه کې د نامالومو وسله والو په بريد کې درې خواريکښ وژل شوي وو.

په دوهمه جنورۍ د بلوچستان په مچهـ سيمه کې لس تنه هزاره خواريکښ وژل شوي او زمه واريې داعش منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG