لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ د برتانيې په نيول شوي مشر د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه جوړه شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پاکستانی برتانوي مشر چې په صوابۍ کې پوليسو نيولی په هغه د نيولو وروسته په جوړه مقدمه کې د ترهګرۍ ماده شامل کړی شوې او د زيارت په ورځ 18 فرورۍ به عدالت ته وړاندې کولی شي.

د پي ټي اېم وکيل فهيم اکبر اېډوکېټ وايي يوسف علي خان چې د صوابۍ د يارحسېن تاڼې پوليسو نيولی وو، عدالت ته وړاندې کړی شوی او بيا پرې په جوړه مقدمه کې د ترهګرۍ ماده هم شامل کړی شوې او د درېو ورځو دپاره پولیسو ته سپارل شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل يوسف علي خان به د زيارت په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کولی شي.

د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم مخکښ محسن داوړ په 14م فرورۍ په ټويټر ویلي وو د پي ټي اېم د برتانیې مشر د صوابۍ زروبۍ څخه بې درکه کړی شوی او د پي ټي اېم د احتجاج د خبرداري وروسته هغه بیا عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

محسن داوړ ويلي وو په هغه د رياست پرضد د راپارونې تورونه لګېدلي دي. نوموړي زياته کړې يوسف علي خان په وروستيو کې د ترور د مړينې غم له د برمنګهم څخه راغلی وو.

په يوسف علي خان د انورعلي نومې تن په مدعيت کې د کال 2020 د اکتوبر په دوهمه د يارحسېن په تاڼه کې مقدمه درج شوې چې پکې تور لګول شوی هغه د کال 2019م د دسمبر په 22 او بيا وروسته هم په برتانیه کې احتجاجي مظاهرې کړي د پاکستان د رياست او ادارو پرضد يې خلک راپارولي او د يو منظم فورس جوړولو يې ويلي وو.

د پي ټي اېم د صوابۍ مشر لياقت يوسفزی وايي يوسف علي د 20/ 21 کالو راهسې په برتانيه کې دی او د 2019م څخه د پي ټي اېم د مبارزې غړی دی اوس د ترور غم او د مور تپوس راغلی وو چې نيول شوی دی.

هغه وويل په يوسف علي جوړه مقدمه هم هغه ډول ده کومې چې له دې وړاندې د پي ټي اېم په غړو جوړې شوي دي خو دوی به خپله مبارزه د پاکستان د ايين او قانون لاندې د عدم تشدد د لارې جاري ساتي.

يوسفزي وويل په پاکستان کې د برتانيې کمشنرېټ د دوی سره رابطه کړې او د يوسف علي په اړه یې ورسره خبرې کړي چې برتانيه به د خپل وګړي په اړه د پاکستان سره خبره کوي.

وي او اې ډيوه د يوسف علي په اړه د صوابۍ د پوليسو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

فهيم اکبر اېډوکېټ وايي داسې مقدمې وړاندې هم درج شوي خو وروسته عدالتونو په دې کې خلک په ضمانتونو پرېښودي دي.

نوموړی دا هم وايي چې په مقدمه کې د مدعي تعلق د يو تاڼې سره، د تورن تعلق د بلې تاڼې سره او مقدمه په بله تاڼه کې درج کړی شوې ده.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی وو.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ايين لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG