لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل ته په سفر کې د پي ای اې مشر افغانستان ته د خپلو پروازونو د زیاتېدو غوښتنه کړې


د پي ای اې مشر اشد ملک او د افغانستان د ملکي هوابازۍ د ادارې مشر قاسم وفایي زاده

واشنګټن ــــ د پاکستان د سرکاري هوایي کمپنۍ پي ای اې مشر په داسې وخت کې افغانستان ته د خپلو پروازونو د زیاتېدو غوښتنه کړې چې دغه نړیواله کمپنۍ د پایلټانو د جعلي لایسنسونو پر سر په ډېرو هېوادونو کې له بندیزونو او بحران سره مخ ده.

د پي ای اې مشر اېرمارشل ارشد ملک په یوه ورځنۍ دوره کابل ته تللی او هلته یې د افغانستان د هوابازۍ د ملکي ادارې له مشر قاسم وفایي زاده، له نورو افغان چارواکو او تاجرانو سره لیدلي دي.

د پاکستان د نړیوالې هوایي کمپنۍ دفتر په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي، د تحریک انصاف د حکومت له لارښوونو سره سم غواړي په افغانستان کې خپل فعالیتونه لا زیات کړي. پي ای اې پر خپل ټویټر لیکلي:

"د پي ای اې مشر په کابل کې د افغانستان د ملکي هوابازۍ د ادارې له مشر قاسم وفای زاده سره ولیدل او له هغه یې وغوښتل چې په کابل کې د خپلو فعالیتونو د زیاتولو او کندهار، هرات او مزار شریف ته د خپلو پروازونو د پیلولو لپاره یې په اجازې تر لاسه کولو کې ملاتړ وکړي".

پي ای اې وروسته له هغه له بحران سره مخ شوه، چې د پاکستان د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان تېر کال په پارلمان کې وویل د هېواد د 262 پایلټانو لایسنسونه یې جعلي دي.

د پایلټانو د جعلي لایسنسونو له کبله یورپي اتحاد د تېرې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه خپلو غړو هېوادونو ته د پي ای اې پروازونه بند کړل، تر یورپي اتحاد مخکې برتانیې او امریکې هم د پي ای اې پروازونه بند کړي وو او بلې خواته د کرونا وایرس له کبله هم د پاکستان سرکاري اېرلاینز ته لوی مالي زیان رسېدلی دی.

د افغانستان د ملکي هوابازۍ مشر له پاکستانه ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اداره به یې غوښتنې د دواړو هېوادونو تر منځ د الوتنې له هوکړې سره سم په پام کې ونیسي. دې ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د افغانستان د ملکي هوایي چلند رئیس وویل، دا اداره د دواړو هېوادونو د ملکي هوایي چلند د سکتور تر منځ د اړیکو د ښه والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د زیاتوالي لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده".

د پي ای اې د بیان له مخې د پي ای اې مشر ارشد ملک او د افغانستان د ملکي هوابازۍ د ادارې مشر قاسم وفایي زاده د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي اړیکو پر زیاتولو اتفاق کړی دی او د کارګو پر زیاتولو یې خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې د افغانستان د هوابازۍ د ملکي ادارې مشر د پي ای اې له مشره غوښتي چې کمپنۍ دې یې په پاکستان کې د علاج لپاره د زیاتو خلکو د ورتګ په برخه کې خپل کردار تر سره کړي.

پي ای اې پخپل بیان کې ویلي چې مشر یې د افغانستان د تجارت او صنعت له مشرانو سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د تجارتي اړیکو، کارګو، ټوریزم او روغتیایي سفرونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG