لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپرلیګ لوبو کې دا ځل د پینځو افغان لوبغاړو په ګډون 10 بهرني لوبغاړي لوبېږي


واشنګټن ــــ د فرورۍ د شلمې نېټې نه پیلېدونکو د پاکستان سپرلیګ کرکټ لوبو کې به دا ځل د افغانستان پینځه او د سوېلي افریقا او اسټرېلیا په شمول د نړۍ پینځه تنه نوي لوبغاړي په لوبو کې برخه اخلي.

د افغانستان شلو لوبغاړو د سپرلیګ په لوبو کې د برخې اخیستو لپاره ځانونه وړاندې کړي وو خو یواځې پینځه پکې واخیستل شول.

د افغانستان پژواک خبري ادارې د رپورټ تر مخه د پېښور زلمي ټیم نور احمد لکڼوال او مجیب الرحمان. لاهور قلندر راشد خان، کراچي کنګز محمد نبي او کوټه ګلېډیېټرز قېس احمد اخیستي دي.

محمد نبي په پي اېس اېل کې هم اخیستل شوی وو خو د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاوجنو اړیکو له وجې د افغانستان کرکټ بورډ هغه ته اجازت نه وو ورکړی.

د 20 فرورۍ نه د مارچ تر 22مې نېټې پورې کېدونکو د پاکستان سپرلیګ په دغو لوبو کې به دا ځل د سوېلي افریقا فاف ډیوپلېسي د کوټه ګلېډييټر له خوا لوبېږي.

اسلام اباد یونایټیډ د نیوزي لېنډ د کولن منرو په ځای دا ځل د اسټرېلیا فواد خان، اېرلېنډ پال سټرلنګ او د امریکا علي خان په سکواډ کې شامل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG