لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان:د زمکې په شخړه درنه وسله واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي ،په لسګونو نور ژوبل


چارواکي وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د دوؤ قبېلو ترمنځ وسله واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو د جنوبي وزیرستان د انتظامیې له خولې لیکلي چې دا پېښه دجمعې اؤ خالي په منځ شپه دجنوبي وزیرستان په کرکڼه سیمه کې د زمکې په شخړه شوې ده.

رسنۍ وایي د وزیر زلي خیل اؤ دوتاني قبیلو ترمنځ د ډیر وخت راهسې د زمکې شخړه روانه وه اؤ تیره شپه د دواړو خواؤ وسله والو یو بل ته مورچې ونیولې.

انتظامیه وایي په دې نښته کې دواړو خواؤ د یو بل په ضد ټوله شپه درنې وسلې کارولي اؤ په شیر کنئ سیمه کې یو شمیر کورونه هم سوځول شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې نښته کې سوؤنو کسانو برخه اخستې اؤ په یو بل یې ډزې کړي چې په دې ډزو کې شپږ کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

ضلعي انتظامیه وایي سیمه ییزې مذاکراتي جرګې د دواړو خواؤ ترمنځ د ډزبندۍ هڅې کړي دي خو جرګه نه ده بریالۍ شوې چې جګړه ودروي.

دپاکستان ایکسپریس وییب پاڼې د رپورټ له مخې قبائیلي مشران نن بیا دخالي په ورځ هم د دواړو قبیلو ترمنځ جرګه کوي ترڅو هغوئ ډز بندۍ ته اړ کړي.

په سیمه کې ددې درنې وسله والې نښتې دا اطلاعات په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې امنیتي ځواکونو په کال ۲۰۱۴م کې دغلته د ضرب عضب په نوم پراخه پوځي عملیات کړي وؤ اؤ ځایي خلک وایي چې پوځ دهغوئ څخه وسلې ټولې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول پخوانیو قبائیلي سیمو کې د شلګونو کلونو راهسې د زمکو پسر دغسې نښتې کیږي چې تر دې مهاله پکې په زرګونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

تیرکال د نومبر په میاشت کې دخیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې هم د زمکې پسر دشخړې له امله د روانې یوې جرګې په مهال ډزو کې اته کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان تیرکال د جولایي په ۲۹مه هم په بر دیر سیمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوؤ کورنیو ترمنځ نښته کې نهه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تیرکال په ۱۸م اګست د کوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG