لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار کې د واکمن ګوند په ماتې دپرویز خټک رور لیاقت خټک وزارت نه لرې کړل شو


دخېبر پښتونخوا دپخواني وزیراعلی اؤ ددفاع دموجوده مرکزي وزیر پرویز خټک په حلقه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دکاندید ضمني ټاکنو کې دبائیلات نه وروسته دمخالف امیدوار په مرستې کولو دپرویز خټک ورور لیاقت خټک د خیبر پښتونخوا صوبې د وزارت نه ګوښه کړل شوی دی.

لیاقت خټک اؤ‌ دهغه پلویانو د وزارت څخه په لرې کیدو اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند دکاندید په بریالیتوب دخوښۍ جشن نمانځلی دی.

لیاقت خټک وایي دمسلم لیګ نواز ګوند دکاندید ملاتړ هغه نه بلکې د نوښار ولس اؤ پي ټي ایي فعالینو کړی دی اؤ د وزارت نه دهغه په لرې کولو دا ستونزه نه هواریږي بلکې واکمن ګوند ته به دخپل بائیلات اسباب لټول وي.

اوړمه ورځ نوښار نه دقامي اسمبلۍ په یوه خالي شوې څوکۍ بیا دسره ټاکنې شوې وې چې په دغو ټاکنو کې د خیبر پښتونخوا صوبې د اوبه خور په وزیر اؤ دپخواني وزیراعلي پرویز خټک په ورور لیاقت خټک تور لګول شوی ؤ چې دخپل ګوند دکاندید پځائ یې دمخالف مسلم لیګ نواز ګوند دکاندید ملاتړ کړی دی.

ټاکنو کې د پرویز خټک په حلقه کې دهغه دګوند دکاندید په بایلات پاکستان کې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه روان دي اؤ څېړونکي اؤ دمخالفو ګوندونو مشران دعوه لري چې اوس دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب ولسونو دموجوده حکومت دمرستې نه خپل لاس راښکلي دی.

د واکمن ګوند تحریک انصاف دسرچینو له مخې دخپل ګوند دکاندید په ماتې وزیراعظم عمران خان هم سخت خفګان ښکاره کړی اؤ تیره ورځ یې دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمود خان ته امر کړی ؤ چې ددې ماتې اسباب باید ولټول شي.

سرچینې وایي صوبایي حکومت په خالي شوې څوکۍ ترسره شوؤ ټاکنو کې دخپل ګوند دماتې ذمه وار دپرویز خټک رور اؤ دخیبر پښتونخوا د اوبه خور وزیر پرویزخټک ګرځولی اؤ هغه یې دمخالف کاندید په ملاتړ کولو د صوبایي وزارت څخه لرې کړی دی

دپښتونخوا صوبې د کلتور وزیر شوکت علي یوسفزئ وایي لیاقت خټک د نوښار په ضمني ټاکنو کې خپل ګوند ته دهوکه ورکړې ده اؤ دهغه په داسې عمل به د پرویز خټک سیاست هم اغېزمن شي.

تحریک انصاف ګوند ته نزدې سرچینې وایي چې دپرویز خټک اؤ لیاقت خټک ترمنځ په دې وروستیو کې شدید اختلافات رامنځته شوي دي خو شوکت یوسفزی وایي چې په شوؤ ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند لیاقت خټک ډیر سنجیده نه ؤ اخستی.

رسنیو سره خبرو کې شوکت یوسفري ویلي” که لیاقت خټک په دې خوښ وي چې مونږ ته یې ماتې راکړه نو باید دې ته هم پام وکړي چې دده خپل راتلونکی به څه وي؟”

خو ښاغلی لیاقت خټک بیا وایي چې د مسلم لیګ نواز ګوند کاندید ته رایې هغه نه بلکې دنوښار ولس اؤ د تحریک انصاف فعالینو ورکړي دي.

جیو ټي وي ته لیاقت خټک ویلي هغه مدام دخپل ورور پرویز خټک دپاره سیاست کړی خو ولې اوس پرویز خټک په ناسمو لاسونو کې لوبېږي.

هغه ویلي د وزارت نه لرې کیدل دهغه دپاره ستره خبره نه ده خو په دې دتحریک انصاف ستونزه نه هواریږي بلکې پکار ده چې دګوند دماتې عوامل ولټول شي.

په عین حال کې دخالي په شپه د وزارت نه دلرې کیدو سره سم لیاقت خټک په هغه جشن کې هم برخه اخستې ده چې دپي ټي ایي دمخالف کاندید اختیار ولي د بریالیتوب په خوشحالۍ کې راجوړ شوی ؤ اؤ دګوند فعالینو هغه ته دمبارکیو ورکولو ترڅنګ دګلونو سهرې هم ورپغاړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG