لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډيره غازي خان کې د وسله وال تن په ډزو اووه کسان وژل شوي،۱۴ژوبل


دپنجاب په جنوبي سیمه ډيره غازي خان کې په منځ سړک د یو وسله وال تن په ډزو اووه کسان وژل شوي اؤ ۱۴نور ژوبل شوي دي ،دسیمې خلکو وسله وال د خښتو اؤ ډانګو په ګزارونو سره وژلی دی.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له خولې ویلي چې تیره ورځ د ډيره غازي خان دشاه صدر دین تاڼې په حد پل شیخاني کې یو وسله وال تن د سړک په منځ ودریدو اؤ په خلکو یې څلور واړه اړخو ته په کلاشنکوف ناتاره ډزې پیل کړې .

پولیس وایي په دې ډزو کې ګڼ شمیر کسان په ګولیو لګیدلي چې اووه تنه پکې مړه شوي اؤ ۱۴نور ژوبل شوي دي.

ځېنو رسنیو د ډزو کوونکي تن نوم فرید دحسن لاشاري زوئ ښودلی اؤ وایي دهغه ورر څو ورځې وړاندې دپیسو په شخړه وژل شوی ؤ اؤ هغه دخپل ورور په وژونکو ډزې کړي .

د ډيره غازي خان دپولیسو ضلعي مشر عمر سعید ویلي پولیسو ژوبل کسان روغتونونو ته رسولي اؤ دپېښې هر اړخېزې پلټنې یې پیل کړي دي.

هغه وایي په سمدستي توګه دپېښې دعواملو په هکله په باور سره څه نه شي ویلی خو دپلټنو نه به زر پولیسو ته معلومه شي چې وسله وال تن ډزې ولې کړي دي؟

دغه پېښه کې دبېګناه خلکو د وژل کیدو په ضد دسیمې خلکو احتجاج هم کړی اؤ دشاه صدرین په مقام یې ستره لاره دشپې په مهال دهر رقم ټریفک پرمخ تړلې وه

XS
SM
MD
LG