لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: په دوه پېښو کې د څلورو ښځو په ګډون پينځه تنه وژل شوي


File photo

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوه پېښو کې د څلورو ښځو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او د اته و څخه د لسو پورې کسان تښتول شوي هم دي.

د شالي وزيرستان پولیس مشر شفيع الله ګنډاپور وايي نن د ګل/دوشنبې په ورځ (22 فرورۍ) په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پوليس مشر وویل، وژل شوې ښځې د (سباون) غېر دولتي کار کوونکې وې او اېپي کلي ته د بنو نه راغلې وې خو پوليس يې نه وو خبر کړي.

هغه وويل پينځه ښځې او يو ورسره ډرايور ورسره وو، په ډزو کې څلور ښځې په ځای مړې شوي ډرايو ژوبل او بله ښځه يو کور ته ننوتې ځکه بچ شوې ده.

په پوليس بيان کې ويل شوي دغه ښځې د سباون اېن جي او کار کوونکې وې د دستکارۍ د هنر د تربيې په لړ کې علاقې ته ورغلې او د ترهګر بريد ښکار شوي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د شمالي وزيرستان پولیس مشر وايي وژل شوې کار کوونکې د سباون غېر دولتي ادارې کار کوونکې دي خو د سباون رابطه کار ذوالقرنېن وايي په سیمه کې د سباون په ټيم بريد نه دی شوی او روغ رمټ بیرته خپل ځای ته راغلی دی.

شفيع الله ګنډاپور وايي تيره شپه په شوه تحصيل په يوه پېښه کې يو تن وژل شوی او څو نور تښتول شوي او مقدمه یې درج شوې ده.

خو د شوه تحصيل اوسېدونکی جمال داوړ وايي د سيمې نه د اته و څخه تر لسو پورې کسان تښتول شوي چې پکې د هغه د کورنۍ درې تنه هم شامل دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، داسې مالومات ترلاسه شوي چې په علاقه کې نامالومه کسانو لاره نيولې او چې څوک ورغلي هغه یې د ځان سره بوتللي دي.

د يادې پېښې زمه واري هم تراوسه چا نه ده منلې.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې نورې سېوا شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې وروستۍ پېښه په 20م فرورۍ شوې او پوځ ويلي د ترهګرو پرضد يې عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي او يو پوځي حوالدار هم وژل شوی وو.

له دغې وړاندې په جنوبي وزيرستان کې د ملېشې اېف ـ سي ځواک پينځه سرتيري په وسله وال بريد کې وژل شوي وو. لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG