لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشدخان وايي د ملي دندې دپاره بيرته ځم


د افغانستان د کرکټ ستوری اسپنر بالر لوبغاړی راشد خان وايي ډېر زره به د ملي دندې دپاره بيرته لاړ شي، نوموړی د پاکستان سپرليګ شپږم په سیاليو کې د لاهور قلندر لوبغاړی وو.

راشد خان په ټویټر د لاهور قلندر لوبډلې او د مينه والو مننه کړې او ويلي يې دي بل کاله به يې بيا ويني.

د لاهور قلندر لوبډلې منېجر او سي اي او د راشد خان مننه کړې د لوبډلې برخه يې جوړ شوی، هغه راشد خان ته نه يواځې يو ښه لوبغاړی بلکې يو ښه انسان ویلي او نيکې پيرزونې يې ورته وړاندې کړي دي.

پاکستان سپرليګ شپږم په 20م فرورۍ د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې پېل شوی دی.

لاهور قلندر تراوسه پورې دوه سيالۍ کړي چې پکې راشد خان لوبېدلی او دواړه يې ګټلي دي.

په پي اېس اېل شپږم کې د راشد خان نه علاوه نور درې افغان لوبغاړي هم برخه اخلي.

محمد نبي به د کراچي کنګز لوبډلې، مجيب الرحمان به د پېښور زلمي او قېس احمد د کوټې ګلېډي اېټرز برخه دي.

راشد خان په داسې وخت کې د پي اېس اېل نه بيرته د تلو خبره کړې چې د مارچ په مياشت کې د افغانستان ملي کرکټ لوبډله د زمبابوی لوبډلې سره مخامخ کیږي.

افغان لوبډله به د زمبابوی سره دوه پينځه ورځنۍ او درې شل اووريزې سیالۍ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG