لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: وژل شوې دوه خوېندې د نېستۍ ماتولو په هڅه کې مړې شوي


په شمالي وزيرستان کې په وژل شوو څلورو ښځو کې دوه خوېندې وې، د غېر دولتي ادارې سره یې کار کولو د خپلو کورنيو نيستي يې لرې کوله خو دواړه د نامالومو وسله والو د ډزو ښکار شوې.

د ګل/دوشنبې په ورځ (22 فرورۍ) د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وې.

په وژل شوو کې د دوه خوېندو ورور زاهد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د پېښې وروسته يې پلار د غمه د بې هوشۍ په حالت کې دی او مور يې هم د غمه په داسې حال کې شوې چې کله يو څه او کله بل څه وايي.

هغه وويل په دغو دواړو خوېندو کې يوه واده او بله په کور وه دواړو به کار کولو او د کورونو خرڅ يې پوره کولو. هغه وويل د واده شوې خور نه یې ماشومه لور هم پاتې شوې ده.

د زاهد په وېنا خوېندو به يې د مياشتې 16زره روپۍ تنخا په مشکله برابروله، يوې به جينکو د سينګار چل ور زده کوو او بلې به ګل ګنډل ور زده کول او کورنۍ يې ډېر په غريبۍ کې دي.

هغه وويل د چا سره یې شخصي دښمني نه وه دوی انصاف غواړي چې ولې يې خوېندې ووژل شوې.

په ميرعلي کې وژل شوې څلور واړه ښځې د سباون نومې غېر دولتي ادارې سره تړاو لرونکي (براو انسټيټيوټ) کار کوونکې او پېسې به ورته دوی ورکولې.

د سباون يو چارواکي ذوالقرنېن وي او اې ډیوه ته ویلي دوی د کار کوونکو ښځو ميرعلي ته د تلو دپاره اجازه ترلاسه کړې دا ښځې به ميرعلي ته تلې هلته به زده کړې ورکولې او په ورځ دوه کې دغه پروژه ختمېده خو پرون دغه پېښه وشوه.

د بشري حقونو کار کوونکی تېمور کمال وايي بايد دغو ښځو کارکوونکو ته د امنيت انتظام برابرتيا شوی وی او د امنیتي ادارو سره د غېر دولتي ادارې هم دا زمه واري وه چې د کار کوونکو د ساتنې انتظام يې کړی وی.

د سباون چارواکی وايي د کار کوونکو سيمې ته په تلو يې پوليس خبر کړي خو د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور وايي دوی نه وو خبر چې ښځې کار کوونکي راځي او نورې ښځې تربيه کوي.

تيمور کمال وايي بايد د ښځو د وژنو د پېښې پوره پلټنې وشي او زمه وار يې په ګوته شي.

د يادې پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ښځو د وژلو د پېښې غندنه کړې او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته راوستلو غوښتنه يې کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې په وزيرستان کې څلور کار کوونکې ښځې ووژل شوې خو نه د خېبرپښتونخوا حکومت او نه بيا د مرکزي حکومت لخوا دغه پېښې ته کوم غبرګون ویل شوی دی.

ځينو کسانو بيا په مخالفه ډلو هم ټکونه کړي چې مخالفه ګوندونه هم لکه د حکومت په دغه پېښه غلي پاتې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG