لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: بلوچستان کې مو اتیا زره عملیات کړي. بلوڅ ګوندونه: د بلوچستان شخړه سیاسي ده


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې په بلوچستان کې هم د پاکستان پوځ وخت په وخت د وسلوالو په ضد عملیات کوي او د دې صوبې زرګونه خلک په جبري توګه بې د رکه دي، د بلوڅ ملتپاله سياسي ګوندونو مشران وايي د بلوچستان د مسئلې حل پوځي عمليات نه بلکې مزاکرات دي.

بلوڅ سياسي مشرانو دغه خبره د پاکستان د پوځ د وياند د هغې دعوې په ځواب کې کړې چې هغه ويلي د ملک د نورو سيمو په څېر يې په بلوچستان ايالت کې هم زرګونه پوځي عمليات کړي دي.

د پوځ د وياند د دې خبرو په ردعمل کې د بلوچستان د ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ د مرکزي کمېټۍ غړی غلام نبي مری وايي، په بلوچستان کې د بلوڅو مسئله مذهبي يا د ترهګرۍ نه ده بلکې قامي او سياسي مسئله ده او د مسئلې حل عمليات نه بلکې مذاکرات دي.

د پاکستان د پوځ د مېډيا څانګې ای ايس پي آر وياند مېجر جنرل بابر افتخار د ګل- دوشبې په ورځ په اسلام آباد کې خبري غونډې ته وويل چې له 2017م کال راهيسې تر اوس پورې د ملي کړنلارې يا نېشنل اېکشن پلان له مخې د ردالفساد عملياتو په نتيجه کې په ټول هېواد کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس تر 3,75000 زيات عمليات شوي او په نتيجه کښې يې 353 ترهګر وژل شوي دي.

بابر افتخار وویل د ځينو بريدونو مخه نيول شوې او د ترهګرو ځالې له منځه وړل شوې دي، په نورو ايالتونو او سيمو کې د ترهګرۍ ضد علمياتو د شمېر تر څنګ د پوځ وياند وويل چې په بلوچستان ايالت کې يې هم تر 80,000 زيات علميات کړي دي:

"په پنجاب کې مو تر 34000 زيات، په سيند کې تر 1,50000 زيات، په بلوچستان ايالت کې تقريبا تر 80,000 زيات او په خېبر پښتونخوا کې هم تر 92000 زره زيات د استخباراتي معلوماتو پر اساس عمليات په تېرو څلورو کالو کې شوي دي".

د یو بل بلوچ ملتپال ګوند نېشنل پارټۍ ايالتي مشر عبدالخالق بلوڅ په خبره د بلوڅو مسئله سياسي ده او د دې مسئلې حل په مزاکراتو سره کول پکار دی، هغه وويل چې په 2013م کال کې چې په بلوچستان کې د دوی د ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د ايالت وزیراعلی وو دوی د بلوچستان د مسئلې د حل لپاره د مذاکراتو لاره خپلې کړې وه خو کله چې د دوی حکومت ختم شو هغه لړی ودرول شوه:

"د بلوچستان چې کومه ستونځه ده دا خالصه سياسي ده، موږ له لومړۍ ورځې وايو چې د دې يوه د حل لاره ده او هغه مذاکرات دي، د بلوچستان د ستونځې ډېر وخت وشو سياسي مسئله په سياسي لاره حل کېدلای شي".

د بلوچستان د داخله چارو وزير میر ضيا لانګو وايس اف امريکا اردو ته په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي وو، له هغه چا سره مذاکراتو ته تيار دي چې د پاکستان ايين او قانون منلو ته تيار وي.

ياده دې وي په بلوچستان ايالت کې که یوې خواته د بلوڅو ملتپال سياسي ګوندونه پر خپل ساحل او وسايلو د اختيار او د ايني حقوقو خبره کوي، خو بلې خوا ته ځينې وسلوالې ډلې له پاکستانه ازادي غواړي، د پاکستان پوځي او سياسي مشرانو وخت ناوخته دغه وسلوالې د پاکستان دښمنې بللې او پر هندوستان یې له دوی سره د ملاتړ تور پورې کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG