لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ شمالي وزیرستان کې دڅلورو مېرمنو د وژنې معامله پارلیمان کې راپورته کړې


دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر ښاغلي اسد قیصر دخېبر پښتونخوا حکومت څخه په شمالي وزیرستان کې د څلورو میرمنو د وژل کیدو اؤ ددغه پېښې دپلټنو په هکله رپورټ دېوې اوونۍ دننه غوښتی دی.

دنهې په ورځ دشمالي وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ اوړمه ورځ شمالي وزیرستان کې د وژل شوؤ څلورو میرمنو معامله په پارلیمان کې پورته کړې ده.

محسن داوړ ویلي دي چې شمالي وزیرستان کې څلور مېرمنې په بې دردۍ سره ووژل شوې خو په دغه وژنو دپاکستان میډيا هم غلې ده اؤ پارلیمان کې پرې هم چا هیڅ خبره ونکړه .

ښاغلي محسن داوړ چې کله وغوښتل په دغه موضوع پارلیمان ته خپله خبره مخې ته کښېږدي نو دقاضي اسمبلۍ اسپیکر دهغه مائیک وربند کړو اؤ ورته یې اجازه ور نه کړه چې په دې اړوند نورې خبرې وکړي.

خو اسپېکر اسد قیصر وویل چې باید دخیبر پښتونخوا حکومت پارلیمان ته د یوې اوونۍ دننه ددغو وژنو اؤ دهغې دپلټنو په هکله جذئیات پارلیمان ته وړاندې کړي.

شمالي وزیرستان کې د وژل شوؤ څلورو میرمنو تړاؤ دخیبر پښتونخوا بنو سیمې سره ؤ اؤ هغوئ د یوې غیر دولتي موسیسې سره کار کولو.

دسیمې څخه ترلاسه شوي رپورټونه وایي په دغو میرمنو د دوشنبې په ورځ هغه مهال دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې وسله والو برید کړی ؤ کله چې دوئ په سیمه کې دجینکو د روزنې یو مرکز ته خپلې دندې دپاره روانې وې.

په وژل شوو کې د دوؤ خوېندو ورور زاهد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تېره ورځ ویلي وؤ د پېښې وروسته يې پلار د غمه د بې هوشۍ په حالت کې دی او مور يې هم د غمه په داسې حال کې شوې چې کله يو څه او کله بل څه وايي.

هغه ویلي وؤ په دغو دواړو خوېندو کې يوه واده او بله په کور وه دواړو به کار کولو او د کورونو خرڅ يې پوره کولو. هغه وويل د واده شوې خور نه یې ماشومه لور هم پاتې شوې ده.

دپاکستان پوځ وایي چې ددې څلورو مېرمنو په وژنه کې ککړ حسن خان چې دسجنا په نوم شهرت لري دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی.

دپوځ مطبوعاتي څانګې د سه شنبې په ورځ ویلي امنیتي ځواکونو داستخباراتي معلوماتو په اساس میرعلي کې عملیات کړي اؤ په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمنځ شوؤ ډزو کې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې کمانډر حسن مشهور په سجنا وژل شوی دی.

پوځ دعوه کړې ده چې حسن سیمه کې په خلکو د ریموټ کنټرول دلارې چاودنو اؤ دترهګرۍ پېښو کې لاس لرلو اؤ ددې ترڅنګ یې خلک هم تښتول اؤ قلنګ به یې راټولولو.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ښځو د وژلو د پېښې غندنه کړې او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته راوستلو غوښتنه يې کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې په وزيرستان کې څلور کار کوونکې ښځې ووژل شوې خو نه د خېبرپښتونخوا حکومت او نه بيا د مرکزي حکومت لخوا دغه پېښې ته کوم غبرګون ویل شوی دی.

ځينو کسانو بيا په مخالفه ډلو هم ټکونه کړي چې مخالفه ګوندونه هم لکه د حکومت په دغه پېښه غلي پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG