لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا له امله بندېزونه نور کم کړی شوي


په پاکستان کې په کرونا وايرس د څار دولتي ادارې اين سي او سي ويلي په ملک کې د کرونا وايرس پېښې کمې شوي ځکه د کرونا له امله لګېدلي بندېزونه يې نور کم کړي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د پېښو د شمېرې کمېدو په داسې حال کې ويل شوي چې په ملک کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې 12زره772 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې په تير شوا روز کې 64 او له دغې وړاندې په 24 ساعتونو کې 50 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

اين سي او سي نوې لارښوونه جاري کړې چې پکې د کار ځايونو ته د نيمې پورې خلکو د تګ اجازه ورکړی شوې ده.

ويل شوي د 15 مارچ نه به په هالونو کې ودونو، د سېنېماګانو پرانستو او مزارونو ته د تلو اجازت وي، خو ويل شوي بيا به هم په لسم مارچ د حالاتو جاج اخستلی شي.

د دې ترڅنګ اليکشن کمېشن ته اجازه ورکړی شوې چې د مې د مياشتې په وروستيو يا د جون په وړومبيو کې بلدياتي انتخابات کولی شي.

د پاکستان سپرليګ شپږم د روانو سياليو په مهال اجازه ورکړی شوې چې خلک کولی شي چې د 50 فيصده پورې کسان لوبغالي ته د مېچ ليدو ته لاړ شي. له دې وړاندې ويل شوي وو چې په لوبغالي کې د ليدونکو دپاره څومره ځای وي د هغې 20 فيصده کسانو ته د ورتګ اجازت وو.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي چې صوبې به په خپلو هم د حالاتو جاج اخلي او پرېکړو ته کتنه کولی شي.

په پاکستان کې چې د کرونا وايرس له امله لګېدلي بندېزونه کم کړی شوي ډاکټران وايي بايد اوس هم خلک بې احتياطي ونه کړي داسې نه ده چې کرونا وايرس ختم شوي دي.

ډاکټران وايي بايد حکومت او عام خلک د کرونا د مخنيوي دپاره احتياطي ګامونه په ځای وساتل شي.

راپورونه وايي په نړۍ کې د تېرې اوونۍ په پرتله د کرونا په پېښو کې کمی راغلی دی.

په پاکستان کې له دې وړاندې د کرونا له امله تړل شوې تعليمي ادارې هم پرانستل شوي دي.

د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې په نړۍ کې 24 لکه 97زره 417 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG