لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي د بشري حقونو د ساتنې او ودې دپاره به کار کوي


امریکې ويلي د بشري حقونو د ساتنې او د بشري حقونو د ودې دپاره کار کوي، دغه خبرې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

نوموړي امریکا اراده لري چې د بشري حقونو په لړ کې د شورا سره کار وکړي. هغه ویلي د خپل اثر سره د کار دپاره به امریکا د بشري حقونود شورا د کال 2020 نه 2024 پورې په انتخاباتو کې ګډون کوي.

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال 2018م کې د يادې شورا څخه بيل شوی وو، نوي صدر جوبايډن روان کال په فرورۍ کې په شورا کې د مبصر په توګه ګډون کړی وو.

بلينکن د بشري حقونو د ازادۍ د ساتنې په لړ کې د میانمار د پوځي بغاوت په اړه پاملرنې ته په کتو ستاينه کړې خو د اسرایل سره په غېر مناسبه رويه يې په شورا ټکونه هم کړي دي.

هغه منلې چې د بشري حقونود ساتنې په لړ کې د امریکا ریکارډ ډېر ښه نه دی او ښه کېدو ته اړتيا لري. خو هغه ويلي د بايډن انتظاميه په کورنۍ او بهرنۍ کچه په منظم ډول د نسل پرستۍ پرضد جګړې اراده لري.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ویلي امریکا به د بې وسه خلکو د حقونو دپاره مبارزه کوي چې پکې ښځې او جينکۍ، هم جنسه او مذهبي او د لږکيو ډلې هم شاملې دي.

هغه ويلي امريکا به د هغو ملکونو غندنه جاري ساتي چرته چې د بشري حقونوسرغړونه کيږي لکه وينزويلا، نکارګوا، کيوبا او ايران.

بلينکن چې په لومړۍ ځل په ياده شورا کې ګډون کړی د شورا څخه يې غوښتي چې د دغه غونډې نه ګټه پورته کړي او په نړۍ کې چې چرته هم څه ماملات د اندېښنې وړ جوړيږي د هغې د هواري دپاره دې د قراردادونو ملاتړ وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG