لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت استاد ګل زمان ته "د پښتو موسیقۍ بابا" لقب ورکړ


واشنګټن ـــ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد د ګڼ شمېر هنرمندانو د قدردانۍ په غونډه کې د پښتو نومیالي سندرغاړي استاد ګل زمان ته "د پښتو موسیقۍ د بابا" لقب ورکړ.

د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې جوړه شوې دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو د قدردانۍ په مقصد "یو شمېر سابقه لرونکو او بریاليو هنرمندانو ته د استادۍ لقب او ستاینلیکونه ورکړل".

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر له ستاينليکونو سره يو ځاى استاد ګلزمان ته د پښتو موسیقۍ د "بابا" لقب او صفدر توکلي ته د دمبورې د "سلطان" لقب ورکړ. غونډې ته په وینا کې محمد طاهر زهیر ویلي:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پروګرام دا دى چې په هر ممکن ډول د هنرمندانو لاسنيوی وکړي او د هغوی د هنري فعالیتونو ملاتړ وکړي".

په دې غونډه کې د استاد ګل زمان د ژوندلیک او د سندرو د انتخاب کتاب مخکتنه هم شوې چې لیکوال استاد اسلام الدین فیروز لیکلی دی.

خبرپاڼه وایي استاد ګل زمان، استاد صفدر توکلي او استاد اسلام الدين فيروز په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مننه کړې چې د هېواد د موسيقۍ د هنرمندانو د قدردانۍ په خاطر یې دغه غونډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر پخپله وینا کې ویلي، په اوسنيو سختو حالاتو کې چې جګړې د دې هېواد خلک په غم او بدبختۍ اخته کړي، یواځې هنرمندان دي چې د خپل هنر له لارې د خلکو له زړونو غم لرې کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان نورو هنرمندانو استاد ظاهر باختري، استاد غلام فريد احمدي، استاد سرداراحمد، استاد الله مدو، استاد ثمن ګل، استاد عبدالمجيد سپند، استاد طلامحمد تخاري، استاد حيات الله ابدالي او استاد عبدالقيوم ناصح ته هم د استادۍ د لقب سندونه او ستاينلکونه ورکړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG