لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرایلي څېړونکو د فایزر واکسین د اغیز په اړه ډاډ څرګند کړی


واشنګټن – یوه نوې څېړنه ښيي چې د کورونا لپاره د فایزر بایوټېک واکسین هغومره اغیزناکه دی څومره چې په کلینیکي ازمېښت ثابت شوی وو.

د اسرایلو د کلالېت د څېړنو په انسټیټیوټ کې څېړونکو دا موندلې ده چې د فایزر د واکسین له دوه ډوزونو سره په هر عمر کسانو کې د کارونا ۹۴ فیصده پېښې کمېږي او سخته ناروغي ۹۲ فیصده کموي.

څېړونکو دا هم موندلې ده چې د واکسین یواځې یو ډوز له دوه اونیو څخه وروسته ۵۷ فیصده اغېزناکه دی.

دغه څېړنه د شورو یا چهارشنبې په ورځ په نیو انګلېنډ نومي جورنال کې چاپ شوې ده او دا د کورونا واکسین په اړه لومړنۍ تحلیلي څېړنه ده.

د فایزر بایوټېک په وروستیو کلنیکي ازموینو کې دا ثابته شوې وه چې دغه واکسین له کورونا سره په جګړه کې ۹۵ فیصده اغیزناکه دی.

د کورونا د جنوبي افریقا ډول:

په ورته وخت کې مډرنا وايي، دوی د خپل واکسین دوه نوي ډوزونه جوړ کړي چې د جنوبي افریقا له ډول سره جګړه وکړي.‌

دغې امریکايي کمپنۍ په کم شمېر دغه واکسین د امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ ته د نورو څېړونو لپاره استولی دی.

مدرنا دا ازموینه هم کوي چې د اوسني دوه ډوزه واکسین سره دریم ډوز هم ورزیات کړي تر څو د جنوبي افریقا له ډول سره مبارزه وکړي.‌

دواړو فایزر او مډرنا وايي، دوی پلان لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د خپلو واکسینونو تولید زیات کړي.

فایزر غواړي د مارچ تر نیمايي پورې په یوه اونۍ کې ۱۳ میلیونه ډوزه واکسین جوړ کړي او مډرنا هیله لري چې تر اپرېل پورې په یوه اونۍ کې ۴۰ میلیونه ډزوه واکسین تیار کړي.‌

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د اروپايي‌ ټولنې مشران به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو ویډیو کانفرانس له لیارې په دې باندې خبرې وکړي چې څه ډول د کورونا واکسین د ورو تولید او وېشلو بهیر ګړندی کړي.

د ۲۷ هېوادونو په دغه بلاک کې د کورونا وایرس د چټکې خپرېدو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي په ځانګړې توګه چې ویل کېږي په برتانیه او جنوبي افریقا کې د وایرس نوي ډولونه ښايي له واکسینونو سره مقاوم وي.

XS
SM
MD
LG