لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پر سر بیا د ایف اې ټي ایف په خړ نوملړ کې وساتل شو


واشنګټن ـــ پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې ایف اې ټي ایف په خړ نوملړ کې پاتې شو.

دې ادارې نن د خپلې څلورورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان په خړ نوملړ کې وساتل شي، ځکه چې وایي دې هېواد په ورکړل شویو 27 سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړې.

د ایف اې ټي ایف ادارې مشر مارکس پلېیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو:

"ایف اې ټي ایف دا مني چې پاکستان په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو او غیرقانوني پیسو د منتقلېدو د مخنیوي هڅې وښیي، خو تر اوسه لا هم ځینې سنجیده نیمګړتیاوې پکې پاته دي".

ښاغلي مارکس پلېیر له پاکستانه په ټینګار وغوښتل چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړه:

"دغه ټولې کمۍ چې پاته دي د ترهګرو له مالي سرچینو سره تړلې دي، په 27 سپارښتنو کې درې پاته دي چې باید په بشپړه توګه عمل ورباندې وشي".

په اسلام اباد کې د تبادلب نومې غېر دولتي څېړنيزې ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2008 نه تر کال 2019 پورې درې وارې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو لکبله د هېواد اقتصاد ته د 38 اربه ډالرو نقصان رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې په راتلونکې جون میاشت کې به بیان ایف اې ټي ایف پخپله بله غونډه کې د پاکستان هڅې ارزوي او بیا به پرېکړه کوي چې دا هېواد له خپل خړ نوملړه وباسي، پکې ویې ساتي او که یې تور نوملړ ته واچوي.

XS
SM
MD
LG