لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامن په پلوۍ ولاړ یو خو که وخت راغلو دهر چیلینج ځواب په بشپړ طاقت ورکولی شو،دپاکستان پوځ وایي


دپاکستان پوځ وایي پاکستان یو امن خوښی هیواد اؤ دامن په پلوۍ ولاړ دی خو که وخت راغلی نو دهر چیلنج ځواب به په بشپړ طاقت سره ورکولی شي.

په ۲۷مه فرورۍ کال ۲۰۱۹م کې دهندي الوتکې د رانسکورولو په مناسبت دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال بابر افتخار په ټوئټر لیکلي چې ۲۷مه فرورۍ دپاکستان وسله والو پوځونو دپاره وطن سره دمینې دهوړ دتازه کولو ورځ ده اؤ پوځ به دقام په ملاتړ دټولو ګواښونو په ضد دخپلې خاورې څخه دفاع کوي .

کال ۲۰۱۹م کې په ۲۷مه فرورۍ میگ ٢١ ډوله جنګي الوتکه دپاکستان لخوا وویشتل شوې او د کنټرول لاین پورې غاړې د پاکستان د واک لاندې سیمه کې غورځېدلې وه.

په دغه مهال پاکستاني ځواکونو د هندي فضایې یو افسر ابهي نندن هم نیولی ؤ چې وروسته بیا دپاکستان لخوا هند ته وسپارل شو.

دپوځ ویاند دغې پېښې ته په اشارې سره ویلي دا دیو قام عددي برتري یا دشمیرې زیاتوالی نه ؤ بلکې لوړ هوؤ اؤ حوصله وه ، د هوډمن قام همت اؤ حوصله د فتحې سوب جوړیږي.

په عین حال کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم په ټوئټر لیکلي د یو ذمه دار قام په توګه مونږ په لوړه حوصله هند ځواب ورکړی ؤ اؤ دهندي پائیلوټ په بېرته لېږلو مو هم د ذمه دارۍ مظاهره کړې وه.

هغه وایي مونږ مدام د امن دپاره راولاړ شوي یو اؤ دخبرو اترو دلاې دټولو شخړو دهواري دپاره وړاندې تګ ته چمتو یو.

په کال ۲۰۱۹م کې په ۱۴مه فرورۍ دهند د واک لاندې دکشمیر پلوامه سیمه کې د هندي ځواکونو په یو بس ځانمرګي برید شوی ؤ‌ چې پکې دهند ۴۴ عسکر وژل شوي وؤ.

هند ددغه برید پړه په پاکستان ور اړولې وه خو پاکستان یې دمسولیت منلو نه انکار کړی ؤ.

په ۲۶مه فرورۍ هند دعوه کړې وه چې الوتکې یې دپاکستان خاورې ته په ترهګرو پسې ورننوتلي دي اؤ په بالا کوټ سیمه کې یې دترهګرو دیو کیمپ په تباه کولو سره په سلګونو ترهګر وژلي دي.

خو ازادو سرچینو دهند ددغه دعوې پخلی نه ؤ‌ کړی.

په ۲۷مه فرورۍ پاکستان دعوه کړې وه چې دهند دوه الوتکې یې ویشتلې اؤ‌ یوه دپاکستان د واک لاندې خاوره کې غورځېدلې .

پاکستان ددغه الوتکې پائیلوټ ابهي نندن هم نیولی ؤ خو دڅو ورځو تېریدو وروسته یې بیا خوشې کړی ؤ.

دګاونډي هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمنځ د زمانو راهسې د کشمیر په شخړه تربګني روانه ده اؤ دواړه هیوادونه وخت په وخت یو بل ته دکشمیر په ویشونکې پوله برندیږي .

د کشمیر په شخړه تر اوسه د دواړو هیوادونو ترمنځ درې غټې اؤ ګڼې وړې نښتې شوي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیان رسولو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG