تیره ورځ د خېبر پښتونخوا په چترال کې د ځايي خلکو لخوا نیول شوی ژوبل پړانګ سرښار پېښور ته د علاج لپاره رسول شوی. د پېښور په ژوبڼ کې د څاروو ډاکټر سېد معصوم علي وي او ای ډیوه ته وايي، ښکاري دغه پړانګ د ښکار کولو په وخت ژوبل شوی وي. د پېښور یو خبریال بیا په پېښور کې د پړانګ د ژغورنې لپاره د اسانتیاو د نېشتوالي اندېښنه ښودلې. د چترال نه پېښور ته علاج لپاره رسول شوي پړانګ په اړه نور حال د مدثر شاه او شاهین شاه اپریدي په دې رپورټ کې وګورئ.
په چترال کې ژوبل شوی پړانګ پېښور ته علاج له رسول شوی