لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن له سېنټه وغوښتل د کورونا له اغېزمنو سره 1.9 ټریلین ډالر مرسته دې یې تایید کړي


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن وروسته له هغه چې د استازو اېوان د شنبې- خالي په ورځ په دې هېواد کې د کورونا وایرس له اغېزمنو سره د 1.9 ټریلینه ډالرو مرستې پېکیج منظور کړ، له سېنټه هم وغوښتل چې منظوري یې ورکړي.

صدر جوبایډن د اوونیزې رخصتۍ تېرولو لپاره خپل ایالت ډیلاوېر ته تر روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې وویل، د دې هېواد خلکو له ډېرې اوږدې مودې ډېر زیات کړاوونه ګاللي دي:

"موږ باید [د خلکو] دا کړاوونه ختم کړو او دا کار یواځې د امریکې د ژغورنې پلان کولای شي. دا د خلکو کړاوونه ختمولای شي او همدا یې د عمل وخت دی".

د مرستې په دې پېکج کې به له هغو کاروبارونو، ځایي حکومتونو او په میلینونو امریکایانو سره مرسته کېږي چې د کورونا په مهال اغېزمن شوي دي، دا استازو اېوان تر منظورۍ وروسته به اوس دا پېکج سېنټ ته لېږل کېږي.

په سېنټ کې د امریکې د واکمن ډیموکرېټک او ریپبلکن دواړو ګوندونو د غړو شمېر برابر 50- 50 دی، که چېرې د کورونا د امدادي پېکیج په حق او خلاف کې د دواړو رایې برابرې شوې، نو مرستیاله ولسمشره کاملا هېرس کولای شي د برابرۍ ماتولو (ټای برېک) د رایې په کارولو سره پرېکړه وکړي.

د استازو اېوان غړو د شنبې- خالي په سهار له توقع سره سم دغه پېکیج د واکمن ګوند له پالیسۍ سره سم د ډیموکرېټ ګوند په اکثریت اېوان کې د 212 رایو په بدل کې په 2019 رایو منظور کړ.

د ولسمشر جوبایډن لپاره چې د جنورۍ پر 20مه نېټه یې واک سنبال کړی دا د قانون سازۍ له پلوه یوه ډېره لویه کامیابي او لاسته راوړنه بلل کېږي.

په استازو اېوان کې اکثرو ریپبلکنو د دې پېکج مخالفت کړی او وایي 1,900 اربه ډالره ډېرې زیاتې پیسې دي چې د کورونا وایرس پر وېکسینو او نورو طبي سامانونو به لګېږي او د امریکې د کم آمدن هر کس ته به 1,400 ډالره ورکول کېږي.

د دې پېکیج په وسیله به د امریکې له ځایي او ریاستي حکومتونو سره بیړنۍ مرستې کېږي او له دې سره سره به د هغو کوچنیو کاروبارونو لکه هوټلونو او هوایي شرکتونو له مالکانو سره هم مرسته کېږي چې کورونا اغېزمن کړي‌ دي.

د دې بِل په بنیاد چې له بې روزګاره خلکو سره کومه مرسته کېږي هغوی ته به تر اګست میاشتې پورې دا پیسې ورکول کېږي.

په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر دوه کروړه 90 لکه ته رسېدلی او تر اوسه پینځه لکه 20 زره کسان ترې مړه شوي دي او په تېرو څو میاشتو کې په دې هېواد کې تر اووه کروړه زیاتو کسانو ته د کورونا وایرس په ضد وېکسین ور لګول شوي دي.

ډیموکرېټ ګوند غوښتل چې سېنټ ته په وړاندې کېدونکي د پېکیج په بِل کې خپل هغه وړاندیز هم شامل کړي چې له مخې یې په امریکا کې د ګنټې پر سر د کار آمدن له 7.25 ډالرو 15 ډالرو ته پورته کړل شوې وه، خو بریالي نه شول ځکه چې د سېنټ د چېمبر سلاکار دا وړاندیز د اصولو خلاف ګڼلی.

که څه هم د سېنټ د غړې الیزابیت میکډانف پرېکړې د ډیموکرېټ ګوند غړي اړ کړل چې د خلکو د ورځنۍ مزدورۍ د زیاتېدو وړاندیز د ریپبلکن ګوند له مخالفت سره سره له بلې لارې په بِل کې شامل کړي،‌ خو د استازو د اېوان سپیکرې نېنسي پلوسي د جمعې په ورځ وویل په بِل کې د دې وړاندیز له شاملېدو به پر شا نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG