لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا باید طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا کتنه زر ترسره کړي،دپاکستان ټینګار


افغانستان کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان ټینګار کړی چې امریکا باید طالبانو سره تېرکال شوي خپل دسولې تړون ته دبیا کتنې کار زر تر زره پائ ته ورسوي ترڅو دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې روانو بین الافغاني خبرو کې پرمختګ وشي.

خو طالبان بیا وایي چې تېرکال ترسره شوې ددوحې توافقنامه دافغان شخړې دهواري کیلي ده چې عملي کول یې دټولو مسولیت دی.

د “اسلام اباد پالیسي ریسرچ انسټي ټیوټ” په نوم تهنګ ټینک ته خپله وینا کې دپاکستان سفیر دامریکایي صدر جوبائیډن انتظامیې ته وړاندیز کړی دی چې باید افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د ویستلو دپاره ټاکل شوي مهال ویش کې بدلون طالبانو سره له صلاح مشورې پرته ونه کړي.

تېرکال په ۲۹مه فرورۍ امریکا اؤ طالبانو په قطر کې د سولې تړون ترسره کړی ؤ چې له مخې یې امریکا منلې وه افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه د روان کال د مئ تر میاشتې وباسي خو د جوبائیډن انتظامیه وایي چې طالبانو دغه تړون کې خپلې کړې ژمنې نه دي ترسره کړي ځکه هغوئ اوس د صدر ټرمپ د واکمنۍ په مهال طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا دسره کتنه کوي.

منصور احمد خان وویل هغه پوهیږي چې امریکا کې ادارې پر نظرثانۍ یا بیا کتنه زیات وخت مصرفوي خو بیا هم هغه هېله لري چې ددې تړون غوڅو پایلو ته د رسېدو دپاره به امریکا په دې نظرثانۍ کې دچټکټیا څخه کار واخلي.

هغه ویلي تېر کال چې طالبانو اؤ امریکې د سولې کوم تړون کړی هغې کې د فریقو اړخونو غاړو ته ګڼ مسولیتونه پریوتي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد تړون ته دبیا کتنې هر رقم پایلې مخې ته راځي دهغې اعلان باید طالبانو سره په مشوره وکړل شي.

هغه پخپله وینا کې امریکا له لوري دسولې تړون ته دبیا کتنې ملاتړ ښکاره کړو اؤ وئ ویل چې فعلاً افغانستان څخه پرته له کومو شرطونو دبهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه مساعده نه ده.

په عین حال کې دطالبانو یو مهم مشر اؤ په قطر کې دهغوئ دسیاسي دفتر پخواني ویاند سهیل شاهین ویلي ددوحې توافقنامه چې تیر کال د حوت په ۱۰ لاسلیک شوه، دافغانستان د مسئلې دحل کیلي ده.

په خپله ټوئټر پاڼه ښاغلي شاهین لیکلي "د دوحې توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو اساس او دراتلونکې افغان شموله اسلامي نظام، سوله ایز او پرمختللي افغانستان لپاره زمینه برابرونکې ده.یو ښه فرصت یې رامینځ ته کړی. تطبیق یې د ټولو مسئولیت دی"

د بین الافغاني مذاکراتو اساس او دراتلونکې افغان شموله اسلامي نظام، سوله ایز او پرمختللي افغانستان لپاره زمینه برابرونکې ده.یو ښه فرصت یې رامینځ ته کړی. تطبیق یې د ټولو مسئولیت دی.

تېرکال هم په ننۍ ورځ دسولې شوي تړون کې طالبانو منلې وه چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې به هغوئ ځان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه جلا کوي،په بهرنیو عسکرو به بریدونه نه کوي اؤ دافغان دولت سره به د سولې بین الافغاني خبرو ته کښیني.

خو دجوبائیډن انتظامیه وایي چې طالبانو خپلې ژمنې سرته نه دي رسولي.

طالبان دریځ لري چې هغوئ دسولې په تړون کې کړې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي اؤ اوس دهغوئ په لیکو کې بهرني جنګیالي وجود نه لري.

دافغان دولت دمرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ که څه هم دتېرکال دستمبر دمیاشتې راهسې دوحه کې دسولې بین الافغاني خبرې روانې دي خو په دې خبرو کې کوم ډاګیز پرمختګونه نه دي لیدل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG