لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی، د عبدالله سره يې ليدلي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی د عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

امریکې د بهرنيو چارو وزارت په 28م فرورۍ د زلمي خليلزاد د سيمې د سفر خبر ورکړی وو.

خليلزاد نن د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د ليدنې په اړه عبدالله عبدالله ويلي،

چې دواړو د سولې په عمل، د دوحې د خبرو او د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ته د امریکا د بیا کتلو او ورسره د راتلونکې او په نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

عبدالله ويلي مونږ په سمدستي ډول د تشدد ختمولو او د سولې د خبرو ګړندي کولو غږ وکړو.

زلمي خليلزاد په خپله د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي خلیلزاد به د افغانستان د حکومتي مشرتابه، طالب استازو او د سيمې د نورو هېوادونو سره د خبرو د بیا پېل کولو په سر بحثونه وکړي چې د سياسي جوړ جاړي تر څنګ هر اړخيزه ډز بندي وکړی شي.

نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون کال پوره شو.

امريکا وايي د طالبانو سره شوي تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې ختمي کړي که نه؟ تشدد يې کم کړی؟ او د افغانستان د حکومت سره یې د سولې خبرې کوم ځای ته رسولي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي بېن الافغاني خبرې بيا په 12م ستمبر پېل شوې چې وخت په وخت د ځنډ هم ښکار شوي او تر اوسه یې کومه کوټلي نتيجه هم مخې ته نه ده راغلې.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او د امنيتي ځواکونو لخوا د طالبانو پرضد عمليات هم دوام لري.

افغان حکومت وايي، د دوحې تړون چې شوی او تراوسه چې په دغه عمل کې څه هم شوي د سولې په تمه وخت ضايع شوی او په افغانستان کې مرګ ژوبلې او بدامني نوره سېوا شوې ده.

طالبان وايي په دې کال کې يې جګړې راکمې کړي او په تړون کې کړې ژمنې يې پوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG