لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه ځان ویستلو دپاره پاکستان نورې قانون سازۍ ته اړ دی


د پاکستان دخزانې مرکزي وزارت وایي چې دجون میاشتې د وروستۍ نېټې څخه مخکې دترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د ناقانونه لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف د 27 نکاتي کاريز پلان د پاتې درېوؤ سپارښتنو عملي کولو لپاره به په دوؤ څيزونو لږ تر لږه دوه نور قوانین جوړول وي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه دپېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په اړه دقامي انتظامي کمېټۍ په غونډه کې ددې خبرې مشاهده شوې چې پاکستان د فنانشنل ټاسک فورس د شرطونو پوره کولو لپاره شا د۳۵ؤ نه بره قوانینو کې بدلون راوستی دی خو په پاتې درېوؤ سپارښتنو د عمل لپاره په نورو دوو قوانینو کې هم د بدلون ضرورت دی.

د نوې قانون سازۍ دا خبره پرون د غیر قانونه پیسو دلیږدل یا مني لانډرنګ د مخنیوي په اړه د قامي انتظامي کمېټۍ په غونډه کې د خزانې مرکزي وزیر ډاکتر عبداالحفيظ شېخ کړې ده.

نوموړي د فتاننشنل مانيټرنګ يونټ او اېف ای ټي ایف د همکارۍ کمېټۍ مشر او د صنعت او پېداوار مرکزي وزیر حماد اظهر ته لارښوونه کړې چې د مرکزى حکومت او د وسله بند ځواکونو د مشرانو په مشوره د نوي قانون سازۍ لپاره په سملاسي ډول يوه نېټه وټاکي.

راپورونه وايي چې حکومت له به د ایف ای ټي ایف د اندېښنو لرې کولو لپاره په پورته کړل شوؤ ګامونو او په دې اړوند د قانون سازۍ په هکله د شوي پرمختګ په بابله خپل رپورټ په يوه مياشت کې دننه جمع کول وي.

په دې اضافي قانون سازۍ کې به دترهګرۍ د مالي سرچينو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په موجوده ځاندره کې هغه کمزورۍ ختمول وي چې چارواکي دترهګرۍ په مالي مرستو کې د ککړو کسانو پرضد د قانوني ګامونو څخـه ودروي.

دې کې د بندیزونو ترڅنګ د ترهګرو لپاره د کارکونوکو نيول او هغه تنان او ادارې په هدف کول شامل دي چې د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړې وي.

اسلام اباد کې د غیر دولتي تهنک ټېنک پاکستان انسټي ټيوټ فار کنفلګټ اېنډ سيکيورټي سټډيز منېجنګ ډاېریکټر عبدالله خان ډيوه ته وايي د ایف ای ټي اېف معامله د تکنيکي نه زياته سياسي ده.

هغه وايي مونږ له به د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد معاملې ته د ابف ای ټي ایف په سترګه د کتو پرځائ په کورني تناظر کې کتل پکار وي ولې چې ترهګرۍ پاکستان هم سخت اغېز من کړی دی. او بله دا چې ترهګري او مني لانډرنګ يو بل سره تړلي څيزونه دي.

هغه دا هم وايي چې غبن هم د ترهګرۍ سره نزدې تعلق لري ځکه چې اکثره د بډو رشوتونو له کبله په ترهګرۍ کې ککړ تنان د عدالتونو څخه د ناکافي شواهدو له امله بري کېږي.

اخوا د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګي پروفيسر ډاکتر ځلاکت خان وايي که څه هم د هندوستان د ګړندو سفارتي هڅو باوجود پاکستان د ایف ای ټي ایف تور فهرست ته د لویدو نه بچ شو خو خړ نوملړ کې پاتې کېدل هم يو خبرداری دی.

هغه وايي پاکستان د ایف ای ټي ایف په 27 نکاتي کاريز پلان کې په 24ؤ سپارښتنو بشپړ عمل کړی او ایف ای ټي ایف ددې ستاېنه هم کړې ده.

خو دنوموړي په وینا که په پاتې دریوؤ سپارښتنو بشپړ عمل وشي او د جون میاشتې څخه مخکې نوره قانون سازي وشي نو بیا کېدی شي پاکستان سپين فهرست ته راشي.

ترهګرې د مالي مرستو او پېسو د ناقانونه لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خپله وروستۍ غونډه کې پاکستان تر جون میاشتې په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی او په پاتې درېوؤ سپارښتنو یې ورته د بشپړ عمل درامد وینا کړې ده.

ایف ای ټي ایف وايي د پاکستان قانون پرځائ کوونکو ادارو له به په عملي ډول ښودل وي چې نه يوازې دترهګرۍ د مالي مرستو او دپېسو دناقانونه لېږد په اړه جرمونه په ګوته کړي بلکې د هغې پلټنې وکړي او په دې جرم دکې ککړو تنانو او لا قانونه ډلو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

دادارې لخوا په پاکستان غږ شوی چې باید بله ددغو ګامونو په پایله کې د ککړو کسانو سزاګانې هم باوري جوړ کړي او دا چې د ملل متحده په فهرست کې د نومولو شوو ترهګرو او د هغوى د مرسته کوونکو پرضد مالي بندېزونه ولګوي، اثاثې یې کنګل کړي او دغه اثاثو ته د هغوئ لاس رسۍ هم ودروي.

XS
SM
MD
LG