لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوب ختیځې اېشیا د هېوادونو سازمان په میانمار کې د سیاسي بحران د حل لپاره نن خبرې کوي


واشنګټن ــــ په میانمار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې تر پوځي کودتا وروسته احتجاجونه لا روان دي او نن د جنوب ختیځې اېشیا د هېوادونو سازمان یا اې ایس اي اې این په دې هېواد کې د پیدا شوي سیاسي بحران د ختمېدو لپاره خبرې کوي.

د جنوب ختیځې اېشیا د لسو غړو هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو وزیران به نن د مارچ پر دویمه د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې کوي چې څنګه په میانمار کې تر کودتا وروسته پیدا شوی بحران پای ته ورسېږي.

په دې کانفرنس کې به د برونای، کمبوډیا، انډونېشیا، لاوس، ملایشیا، فیلیپین، سنګاپور، تایلېنډ او وېتنام استازي برخه اخلي.

د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویوین بالاکریشنن د ګل- دوشنبې په ورځ پارلمان ته وویل، د جنوب ختیځې اېشیا د هېوادونو سازمان په دې باور دی چې د میانمار یا برما حالات به د سیمې لپاره ناوړه نتیجې ولري او هوډ یې څرګند کړ چې سازمان یې په دې هېواد کې د حالاتو د عادي کېدو او ارامۍ لپاره مرسته کولای شي.

ویوین بالاکریشنن د میانمار پر ټولو ګوندونو ږغ وکړ، چې په هېواد کې په جمهوري توګه د واک د لېږدولو په ګډون دې د سوله ییز سیاسي حل لپاره د ملي روغې جوړې لاره خپله کړي.

بالاکریشنن وایي دا کار هغه وخت پیلېدای شي چې د دې هېواد مشره آنګ سانګ سوچي، صدر وین میینټ او د دوی د حکومت نور د لوړې رتبې چارواکي سمدستي خوشي کړل شي.

د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د جنوب ختیځې اېشیا د هېوادونو سازمان د خلکو په ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو سرسخته اقدامات هم سخت اندېښمن کړی دی.

په میانمار کې د تېرې فرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پوځ د دې هېواد مشران ونیول او په دې هېواد کې یې پوځي واک اعلان کړ، له هغه راهیسې هلته احتجاجونه روان دي چې په وروستیو ورځو کې په تاوتریخوالي بدل شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي، د میانمار په احتجاجونو کې تر اوسه 21 تنه وژل شوي دي چې وایي په دوی کې یواځې 18 د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ وژل شوي چې وایي دا تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د میانمار په تر ټولو لوی یانګون ښار کې د تېرې یکشنبې- اتوار د احتجاجونو عیني شاهدان وایي، پولیسو پر خلکو اوښکې بهوونکی ګېس، د ربړ ګولۍ او اوبه ور غورځولي او کله کله یې ورباندې ډزې هم کړې دي.

په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې احتجاج کوونکي د احتجاج له ځایه ځینې زخمي کسان کشوي او خوندي ځایونو ته یې وړي.

رپوټونه وایي چې د میانمار په نورو ښارونو کې هم پولیسو هڅه کړې چې د احتجاجونو مخه ونیسي، خو وایي پر دې هر څه خنډونو برسېره نن د نهې- سه شنبې په ورځ هم بیا سلګونه احتجاج کوونکي سړکونو ته را وتلي او د پوځي واکمنۍ په ضد یې شعارونه ورکړي دي.

د میانمار پوځ وروسته له هغه کودتا وکړه چې وایي د تېر کال په نومبر کې په شویو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي، چې پکې آنګ سان سوچي بریالۍ شوې وه، خو پوځ د هغې له کامیابۍ انکار کړی او په ضد یې کودتا کړې وه. د میانمار د انتخاباتو کمېشن د پوځ دغه دعوې رد کړې دي چې ګواکې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG