لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې او یوه ټپي شوې


واشنګټن ـــ په افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په مهال نن د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس ټیلیویژن پر ښځینه کارکوونکو وسلوال بریدونه شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په برید کې د ټیلیویژن درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې دي او یوه ټپي شوې ده. وژل شوې ښځې مرسل حبیبي، سعدیه او شهناز نومېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني دا پېښه په کلکه غندلې او د دې پړه یې پر طالبانو ور اچولې ده. د صدر غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي "جمهور رئیس یو ځل بیا په ټینګار وویل، طالبان پر دغه راز بزدله بریدونو او د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نه شي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي".

ولسمشر غني د ننګرهار اړوندو امنیتي ادارو ته د یادې پېښې د تر سره کوونکو د پېژندنې او په سزا رسولو امر کړی دی.

امنیتي چارواکي وایي چې د انعکاس ټیلیویژن پر دغو ښځینه کارکوونکو د نهې- سه شنبې په مازدیګر دوه جلا بریدونه شوي، چې وایي په یوه کې دوې ښځې وژل شوې او په بل کې یوه ښځه وژل شوې او بله ټپي شوې ده.

چارواکي وایي لومړۍ پېښه د ښار په زرګرانو سیمه کې وشوه، چې وایي د انعکاس شخصي ټیلیویژن له خپل دفتره را ووتلې او په پښو کور ته روانې وې چې ناپېژانه وسلوال کس ورباندې ډزې وکړې.

د ننګرهار د والي ویاند ګلزاده سنګر وایي، پر ښځینه خبریالانو د ډزو په پېښه کې یوه د لوی عمر لاروۍ ښځه هم ټپي شوې ده چې وایي په روغتون کې یې درملنه روانه ده.

د برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې. که څه هم افغان حکومت پر خبریالانو او چارواکو د وروستیو هدفي بریدونو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي په دغو بریدونو کې لاس نه لري.

د یادونې وړ ده چې تقریباً درې میاشتې مخکې په جلال اباد ښار کې د همدې انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملاله میوند هم له خپل ډرېور سره یو ځای وسلوالو په ډزو وژلې وه.

XS
SM
MD
LG