لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیو شواروز په مهال پاکستان کې ۷۵کسان په کرونا وایرس مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس په څار بوختې دولتي ادارې ویلي د تېر یو شواروز په مهال ددغه هیواد بیلابیلو برخو کې نور ۷۵کسان دکرونا وایرس له امله مړه شوي دي اؤ ۱۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

دیادې ادارې د شمیرو له مخې پاکستان کې د کرونا وایرس د ناروغانو ددې تازه مړینو سره د تر اوسه په کرونا د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۳زره اؤ ۱۰۳ته لوړ شوې ده.

شمیرې وایي چې دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیات ځاني زیان پنجاب صوبه کې اوښتی دی چې دغلته په دې وایرس تر اوسه ۵۴۴۱کسان مړه شوي دي .

په سندهـ ایالت کې ۴۳۷۲،خېبر پښتونخوا کې ۲۰۹۲،بلوچستان کې ۲۰۰،اسلام اباد کې ۵۰۱،ګللګت بلتستان کې ۱۰۲،اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې ۵۰۱ کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې ټولو پینځوؤ لکو،۸۳زرو اؤ ۳۸۸کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو نور ترې بېرته روغ شوي اؤ دامهال ۱۶زره اؤ ۶۴۸کسان په کرونا وایرس اخته دي.

شمیرې دا هم وایي چې په یادو ناروغانو کې ۵۶۱ په اندېښمن حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وایي د روانې میاشتې په اودو کې به پړاؤ په پړاؤ عام ولس ته د کرونا ضد ویکسین په ورکولو پیل وکړي.

تر اوسه دچین لخوا پاکستان ته د کورونه ضد ویکسین پینځه لکه خوراکونه دسوغات په توګه ورکړل شوي چې پاکستان کې دغه ویکسین هاغو ډاکټرانو اؤ طبي مامورینو ته لګول شوي چې دکرونا وایرس په ضد په لمړیو لیکو کې فعالیتونه ترسره کوي.

حکومت وایي روانه میاشت به دنور درېوؤ کمپنیو ویکسین هم پاکستان ته راورسیږي اؤ بیا به دا عام ولس ته ورکول پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالې دارې ویلي چې د روان کال تر پائ هم په بشپړ ډول د کرونا وایرس د ختمېدو امکان نشته.

ددغه ادارې مشر روانه اوونۍ ویلي چې له یوې نیمې میاشتې راپدیخوا دتېرې اوونۍ راهسې د کرونا پېښې په نړۍ کې بیا سیوا شوي اؤ خلک باید په احتیاطي ګامونو ددې نه ځان خوندي وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG