لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات کې کمانډو ځواکونو دطالبانو زندان څخه ګڼ شمېر افغان سرتیري اؤ دولتي مامورین ایله کړي


دافغانستان ددفاع وزارت وایي افغان کمانډو ځواکونو هرات ولایت کې د طالبانو یو زندان مات کړی اؤ دهغې څخه یې ګڼ شمیر افغان سرتیري اؤ دولتي مامور را ایله کړي دي.

د دفاع د وزارت ویاند فواد امان دچهارشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا ته ویلي دا عملیات تېره شپه دهرات ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو په یو زاندان ترسره شوي دي.

هغه ویلي چې د زندان څخه ۱۱ دملي اردو عسکر،اوؤ پولیس،درې دهوایي ځواک غړي،اووه دولتي مامورین اؤ اووه د یوې پروژې کارکوونکي را ایله کړل شوي دي.

ددفاع وزارت وایي د عملیاتو په ترڅ کې دطالبانو شپږ وسله وال وژل شوي اؤ دهغوئ څخه وسلې اؤ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم افغان دولت بیلابیلو وختونو کې په مختلفو ولایاتو کې دطالبانو د زندانونو ماتولو دعوې کړي دي اؤ ویلي یې دي چې نزدې وختونو کې په لوګر اؤ‌ بغلان کې هم د طالبانو د زندانونو څخه دګڼ شمیر افغان سرتېرو په ګډون ۶۴ بندیان راخلاص کړل شوي دي.

تېرکال دفرورۍ په میاشت کې په قطر کې دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې شوي تړون کې دا خبره هم شامل ده چې افغان حکومت اؤ طالبان به دیو بل اسیران خوشې کوي.

افغان دولت وایي چې دطالبانو یې شا وخوا شپږ زره بندیان له بنده خوشې کړي اؤ‌ طالبان وایي هغوئ ۱۰۰۰ عسکر،دولتي مامورین اؤ نور بندیان له خپلو زندانونو ایله کړي دي.

خو ددې باوجود هم څېړونکي وایي چې تر اوسه طالبانو سره هم په زرګونو د دولت اؤ دولت سره په زرګونو د طالبانو بندیان شتون لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG