لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې په کانګرس ودانۍ د برید خطر، د استازو اېوان غونډه نن ځنډېدلې


واشنګټن ــــ د واشنګټن ډي سي د پولیسو محکمې له خوا په یو بیان کې ویل شوي د کانګرس، د خلکو او پولیس افسرانو د خوندیتوب لپاره د امنیتي‌ عسکرو د زیاتولو او د لارو د بندولو تر څنګ یو شمېر نور کوټلي ګامونه اخستل شوي دي.

بیان زیاته کړې "زمونږ محکمه د مقامي، ایالتي او وفاقي ملګرو محکمو سره په ګډه کار کوي چې کېپېټل ودانۍ ته د کوم قسمه خطر مخه ونیسو".

په کومه ودانۍ کې چې به د کانګرس غونډه کیږي د جنورۍ له شپږمې نېټې را په دې خوا- چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پلویانو په دغه کېپېټل ودانۍ برید کړی وو- د نېشنل ګارډز امنیت ساتونکو په مرسته خوندي کړی شوې‌ او غټې کټارې ترې تاو دي.‌

په شپږمه جنورۍ د پخواني صدر ټرمپ پلویانو هغه مهال په کېپېټل ودانۍ ورواوښتل چې د کانګرس غړو په انتخاباتو کې د صدر جو باېډن د بریا تصدیق کوو.

د مارچ څلورمه نېټه د ښي اړخه فکر لرونکو هغه سازشي نظریه (کانسپرېسي تیوري) ده چې دوی وایي ټرمپ به یو وارې بیا په دې نېټه په واک کې راځي.

صدر ټرمپ بیا بیا بې د کومو ثبوتونو دا تور لګوي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او هغه به د مارچ په څلورمه نېټه په واک کې راځي. په امریکا کې د صدر د سوګند پورته کولو نېټه د کال 1933م پورې د مارچ څلورمه نېټه وه، خو وروسته بیا د فرورۍ 20مې نېټې ته بدل کړی شوه.‌

روانه اوونۍ د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې اېف بي ای او هوم لېنډ سیکیورټي ځايي امنیت ساتونکو ته خبرداری ورکړی وو چې ځینې توندروه ډلو د خلکو سره په دې خبرې کړي چې واشنګټن ته دې سفر وکړي او د کېپېټل ودانۍ کنټرول دې تر لاسه کړي.

له دغه دړکو وروسته ایوان نمایندګانو نن د زیارت- پنجشنبې د ورځې خپله غونډه ځنډولې، خو د سېنټ ټاکل شوې غونډه به نن کیږي.

امریکايي قانون دانانو په دې اړه څو څو غونډې کړي چې د شپږمې جنورۍ تر برید وړاندې ځايي او وفاقي ادارو ته تر کومه حده پورې معلومات وو. د امریکا د انصاف محکمې د دغه برید په سر 300 هغه کسان تورن کړي چې په دغه اړي ګړي کې یې برخه اخستې وه. د جنورۍ په شپږمه نېټه د کېپیټل په ودانۍ شوي دغه یرغل کې پینځه تنه وژل شوي وو چې پکې یو پولیس افسر هم وو.‌

XS
SM
MD
LG