لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا تېر کال په افغانستان کې وژل شویو 7 افغانو ښځو ته د زړورتیا ایوارډونه ورکوي


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه د تېرو کلونو په څېر "د نړۍ زړورو" ښځو ته ایوارډونه ورکوي چې په هغوی کې د هغو اوو افغانو ښځو لپاره هم افتخاري ایوارډونه ټاکل شوي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه کولو او خدمت په مهال وژل شوې دي.

د کورونا وایرس له کبله به د ښځو په نړیواله ورځ د نړۍ زړورو ښځو ته د ایوارډ ورکولو دغه مراسم سږ کال په آنلاین بڼه وي چې پکې به د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن ایوارډونه ورکوي او د امریکې لومړۍ مېرمن ډاکټر جیل بایډن به پکې ځانګړې وینا کوي.

دغه ایوارډونه له تېرو پینځلسو کلونو راهیسې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د سولې، انصاف، بشري حقونو، جنسي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره یې په زړورتیا سره د خطر په منلو او د سر په قربانۍ کارونه کړي وي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن به د هغو اوو تنو افغان مېرمنو په نوم هم د زړورتیا ایوارډونه اعلانوي چې په تېر 2020م کال کې په افغانستان کې د خپل کار په مهال وژل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو وروستۍ دردوونکې هدفي وژنې د یو خطرناک زیاتېدونکي رجحان ښکارندویي کوي او وایي امریکا د دا ډول تشدد غندنه کوي.

په هغو افغانو مېرمنو کې چې ایوارډونه ورکول کېږي لومړۍ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل ده، چې د تېر کال په جون کې په کابل کې له خپل ډرېور سره یو ځای وژل شوې وه.

دویمه جنرل شرمیلا فروغ ده چې د ملي امنیت د جنډر څانګې مشره وه او ډېره موده یې د تښتونو په ضد څانګه کې او د جرایمو د نیټورک په ضد کار کړی وو. مېرمن فروغ د تېر کال په مارچ کې په کابل کې وژل شوې وه.

درېیمه مریم نورزاد ده چې د دایې یا قابلې په توګه یې په وردګو او بامیانو ولایتونو کې کار کړی وو، تېر کال د کابل په یو روغتون کې هغه مهال وژل شوې وه چې وسلوالو ورته له روغتونه د وتلي ویلي وو خو هغې انکار کړی وو او له خپلې ناروغې او د هغې له تازه زېږېدلي ماشوم سره یو ځای وژل شوې وه.

څلورمه د پولیسو په نشیي موادو ضد څانګه کې 23 کلنه افسره فاطمه رجبي ده چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې خپل کور ته د تګ په مهال د تېر کال په جولای کې وژل شوې وه.

پینځمه 35 کلنه فرشته ده چې په کندهار کې یې د زندان د محافظې په توګه کار کاوه د تېر کال په اکتوبر کې خپل کار ته د تلو په وخت وژل شوې وه.

شپږمه د انعکاس ټیلیویژن خبریاله ملالۍ میوند وه، چې د تېر کال په دسمبر کې په جلال اباد ښار کې وژل شوې وه.

اوومه د ښځو او د جمهوریت لپاره کارکوونکې 29 کلنه فرشته کوهستانۍ ده چې په تېر دسمبر کې وسلوالو په کاپیسا ولایت کې خپل کور ته نیژدې وژلې وه.

د یادونې وړ ده چې له 2007م کال راهیسې تر اوسه پورې تر 75 د زیاتو هېوادونو 155 ښځو ته دغه ایوارډونه ورکړل شوي‌ دي او هر کال له یوه هېواده یوه ښځه د دې ایوارډ لپاره ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG