لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین له شکایت وروسته ترکیه د ایغوریانو له لاریونونو سره مخالفت کوي


واشنګټن - ترکیې د چین د ایغور توکمیز لږکیو د غږ رسولو کمپاین کاوه او په پېکنګ یې فشار راوړه چې په سینکیاګ کې دې خپل سخت سیاستونه پای ته ورسوي او بیا په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشر رجب طیب اردوان د ایغوریانو پرضد روان حالت یو قتل عام ګڼلی و.

دغه دریځ په وروستیو کلونو کې بدل شوی او ترکي چارواکي اوس په عامه توګه د ایغوریانو پرضد د چین په سیاستونو باندې دومره نیوکې نه کوي او همدارنګه د ترکیې حکومت د هېواد دننه د ایغوریانو په فعالیتونو بندیز هم لګولی.

په جنورۍ کې په استانبول کې د چین کونسلګرۍ مخې ته د ایغوریانو لخوا د میاشتو راهیسې روان احتجاج نه وروسته چې هڅه یې کوله د خپلو کورونیو ورک شویو غړو په اړه معلومات ترلاسه کړي، پولیسو دغه احتجاجونه د امنیتي او کورونايي ستونزو له امله بند کړل.

ځینو فعالینو بیا خپل احتجاجونه په انقره کې د چین سفارت مخې ته یوړل او هلته یې د فیبرورۍ په لومړیو کې څو ورځې احتجاجونه وکړل.‌

۳۰ کلن ایغوري فعال جیولن شېرمېمت چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې په استانبول کې اوسېږي یو له هغو څخه وو.

په ۲۰۱۸ کال نوموړي د خپلې ۵۷ کلنې مور سوریې تورسن سره چې په سینکیانک کې یو حکومتي چارواکې وه اړیکه له لاسه ورکړه.

دی وايي، مور یې د چین لخوا جوړو شویو کمپونو ته استول شوې ده چې چین یې د بیا زده کړو مرکزونه بولي خو ایغوریان یې له زندان څخه کم نه بولي چېرې چې پر هغوی باندې ډول ډول زور زیاتي او تیري کېږي.

شېرمېمت وايي، "زما د مور له ورکېدو وروسته ما د چین له سفارت څخه په ۲۰۱۹ کال کې مرسته وغوښتله چې مور سره مې اړیکه ټینګه کړي خو هغوی تر هغه وخت راهیسې زما غوښتنه نه ده منلې."

هغه امریکا غږ ته وویل، چې پولیسو دی له درې نورو ملګرو سره د پنځو ساعتونو لپاره بندي کړی وو او په دې شرط یې پرېښودل چې د چین سفارت مخې ته به خپل احتجاج پای ته رسوي.

هغه زیاتوي، "پولیسو زما په ګډون څلور کسان ونیول، په خپل موټر کې یې سټېشن ته بوتلو، پاڼې یې راباندې لاسلیک کړې او بیا یې خپل هوټل ته راوستلو."

دی وايي،‌ دوی وروسته له هاغې ونیول شول کله چې د چین سفارت یو شپه مخکې په یو ټویټ کې ولیکل چې لاریون کونکي غلط خبرونه خپروي.

شېرمېمنټ او د هغه ملګرو د فیبرورۍ په ۲۳ نېټه بېرته استانبول ته په موټر کې سفر وکړ چې د لارې تر یوې حده ورسره پولیسو هم ملتیا کوله.‌

د ټول وژنې یا قتل عام بلل:

د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه کاناډا له امریکا وروسته دوهم هېواد شو چې په سینکیانګ کې یې د ایغوریانو پرضد د چین کارونه یوه ټول وژنه وبلله.

د هالنډ پارلمان د فیبرورۍ په ۲۵ نېټه دې ته ورته یو قرارداد پاس کړ.

کله څه هم ولسمشر اردوان تر یوې لسیزې وړاندې په سینکیانګ کې د چین کارونه یو قتل بللی وو خو د ترکیې حکومت هېڅکله په رسمي توګه په دې اړه زور نه دی راوړی.

په نړۍ کې د جلا وطنو اېغوریانو ډله وايي، چې په ترکیه کې ۴۵۰۰۰ ایغوریانو پناه اخېستې ده چې دا په جلا وطنۍ کې د هغوی یو ګڼ شمېر کسان دي چې په یو ځای کې سره راټول شوي دي.‌

په ترکیه کې مېشت ایغوریان وايي، د نړۍ لخوا د هغوی د قتل عام ګڼلو نه وروسته هغوی هڅول شوي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او په انقرې باندې زور راوړي چې په سینکیانګ کې د بشري حقونو د تیریو له امله کوټلي ګامونه واخلي.‌

په استانبول کې ۲۰ کلنه د پوهنتون محصله مېګپېرېت ابلېمېت وايي، احتجاج ورته په دې معنی دی چې د خپلو عزیزانو ژوند ژغوري.‌

هغه وايي، د هغې ورور او دوه ترونه د سینکیانګ په یو توقیف کمپ کې دي. هغه وايي، چې نیا یې ۶۳ کلنه وه چې په ۲۰۱۹ کال کې په یو داسې کمپ کې مړه شوه.

د سینکیانګ چارواکو ددې له امله هغه نیولې وه چې په یو مذهبي سفر سعودي عربستان ته تللې وه.‌

ابلېمېت امریکا غږ ته وویل، "زما د خپلوانو جرم ګواکې دا وه چې یا مو له ترکیې څخه لیدنه کړې او یا حج ته تللي یو.

ترکي چارواکي په احتجاج کونکو باندې نیوکې کوي:

چینايي‌ چارواکي ټینګار کوي چې ایغوریان په هېواد کې مساوي حقوق لري او سینکیانګ کې د دوی ګامونه ددې لپاره پورته شوي چې د ترهګرۍ، توندلاريتوب او جلاوالي له دې درې شېطاني نظریو سره مخالفت وکړي.

په انقره کې د چین د سفارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل، چې د چین حکومت له سینکیانګ څخه جلاوطنو سره مرسته کوي چې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.

د چین سفارت وايي، لاریون کونکي یواځې د دې لپاره احتجاجونه کوي چې د چین نوم بد کړي.

چینايي‌ ویاند په یو بیان کې امریکا غږ ته ویلي، "دا د ترکیې د پولیسو قانوني مسولیت دی چې د چین د سفارت د ساتلو په برخه کې مناسب ګامونه واخلي او حالات کنټرول کړي کله چې سفارت سره نېږدې کومه لاریون کېږي."

ترکي چارواکو هم د لاریون کونکو د ځینو ادعاو په اړه شکونه څرګند کړي.

کله چې ترکي پولیسو په انقره کې د ایغوریانو د لاریون مخه ونیوله نو د کورنیو چارو وزیر سلیمان سایلو د فیبروۍ په ۱۵ نېټه په یو بیان کې احتجاج کونکو ته خبرداری ورکړ چې د پلان شوې نړیوالې شخړې ښکار کېږي دې نه کومه چې د سمندر له پورې غاړې راغلې.

ددې ترڅنګ د ترکیې د واکمن د عدالت او ترقۍ ګوند ویاند عمر سېلېک د فیبرورۍ په ۲۴ نېټه وویل، د هغه حکومت په چین د اوسېدونکو ایغوریانو په اړه ډېر حساسیت لري.

په واشنګټن کې له کېټو انسټیټیوټ څخه مصطفی اکېیول وايي، د سایلو له خبرو دا نګېرل کېږي چې دا مسله یو نړیواله پلان شوې شخړه ده او دا په دې معنی چې چارواکي د ایغور مسله د امریکا لخوا بلي او په دې توګه واشنګټن له چین سره خپلې پراخه سیالي کوي.

اکایلو وایي، "د ترکیې دریځ دا دی، چې هو ایغوریان له ځینو سختیو سره مخ دي خو مونږ به په چوپه خوله هغه څه چې لازم دي کوو یې او له چین سره به مخالفت نه کوو چې له امله یې بیا د امریکا دسیسه نوره هم پخه نشي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG