لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاهین اپریدي لپاره د شاهد اپریدي د لور رشته غوښتل شوې


پاکستاني رسنۍ وایي چې دپاکستان کرکټ دملي لوبډلې دلوبغاړی شاهین اپریدی کورنۍ دهغه کور ودانول غواړي اؤ دکرکټ د وتلي لوبغاړي شاهد اپریدي لور یې ورله غوښتې ده.

دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د خپلوۍ دپاره د دواړو کورنیو ترمنځ ټولې چارې سرته رسیدلي اؤ خو د کویژدنې دپاره لا وخت نه دی ټاکل شوی.

شاهد اپریدی اؤ شاهین اپریدی دپاکستان دکرکټ دوه هغه پښتانه ستوري دي چې دکرکټ میدانونو کې یې نړیواله پیژندګلو اؤ‌ شهرت موندلی دی اؤ د دواړو تړاؤ دخیبر پښتونخوا دقبائیلي‌ ضلعې خیبر سره دی.

په رپورټ کې راغلي چې د شاهین اپریدي پلار ایاز خان میډیا ته ویلي دواړه کورنۍ یو بل سره پخوانۍ اړېکې لري اؤ دشاهد اپریدي کورنۍ رشتې ته امادګي ښودلې ده، ډیر زر به کویژدنه وشي.

رپورټ کې دشاهد اپریدي دکورنۍ دسرچینو له خولې ویل شوي چې ددې خپلوۍ خبرې دتېرو دوؤ کالو راهسې روانې ده .

دشاهد اپریدي دکورنۍ سرچینو ویلي دا مهال شاهین اپریدی د کرکټ لوبه کې بوخت دی اؤ د شاهد اپریدي لور هم لا خپلې زده کړې کوي ځکه نو د کویژدنې رسمي اعلان به څه موده وورسته کولی شي.

دغه سرچینو دا هم ویلي احتمال دی چې د راتلونکو دوؤ کالو په موده کې د شاهین اپریدي اؤ دشاهد اپریدي د لور خپلو کې کویژدن اؤ واده په یو وخت وشي

XS
SM
MD
LG