لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشیتن وایي ریاست احسان الله احسان ته لارې ورکوي اؤ دامن غوښتونکو لارې تړي


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په مهمند قبائیلي ضلعه کې د بې درکه خلکو دپاره داتوار په ورځ کېدونکي احتجاج کې د انتظامیې لخوا برخې اخستو ته نه دی پرېښودل شوی اؤ دلارې نه بېرته ګرځول شوی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي هغه احسان الله احسان چې دچاودنو اؤ بریدونو ذمه وارۍ یې قبلولې، هغه ته دوئ(ریاست) لارې ورکړې خو هغه خلک چې دچاودنو اؤ بریدونو مخالفت اؤ دامن خبره کوي په هغوئ لارې تړل کیږي چې دا ددې ریاست ترجیجات دي.

د کوز مهمندو اسسټننټ کمشنر ډاکټر محسن حبیب وي او ای ډيوه ته ویلي چې دپرون (خالي) ورځې راهسې په مهمند ضلعه کې دفعه ۱۴۴پرځائ کړل شوې ده اؤ انتظامیې داسې اطلاع لرله چې مهمند ضلعې ته دمنظور پشتین دتګ سره دامنیت وضعه خرابیدای شي.

ډاکټر محسن حبیب وایي چې د دفعه ا۴۴ په صورت کې د پي‌ ټي ایم دمشرانو لخوا مهمند ضلعې ته دننوتلو دهڅې په صورت کې ځايي اؤ انتظامیي مشران راټول شوي اؤ منظور پشتین ته یې ویلي چې اوس باید له سیمې اوځی اؤ که کله یې دلته د ننوتلو رسمي اجازه واخسته نو بیا کولی شي چې مهمند ضلعې ته راشي.

داتوار‌ په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په یکه غونډ چیک پوسټ مهمند ضلعې ته د منظور پشتین د ننوتلو مخه نیول شوې اؤ دامنیتي عسکرو تر څنګ یو شمیر عام خلک منظور پشتین اؤ دهغه ملګري نه پریږدي چې مهمند ضلعې ته ننوځي.

منظور پشتین وي او ای ډیوه ته ویلي ټاکل شوې وه چې نن په مهمند ضلعه کې د لادرکه کسانو دپاره یوه احتجاجي ناسته وشي اؤ په دغه ناسته کې ده ته هم دګډون بلنه ورکړل شوې وه.

هغه وویل په یکه غونډ چیک پوسټ انتظامیې دهغوئ مخه نیولې اؤ دا تاثر یې خورؤلو چې ګنې دوئ دسیمې خلک وړاندې تګ ته نه پرېږدي خو هغه وایي چې دسیمې خلکو ته ورته ویلي چې مونږ درسره یو اؤ په وړاندې به ځو.

هغه وویل دا چیک پوسټونه کله هم دترهګرۍ په ضد نه دي ، بلکې تل دپښتنو د ځورؤلو دپاره ترې کار اخستی شوی دی اؤ نن چې ضرورتمند پښتانه په دې چیک پوسټونو اوړي نو دوئ ترې سړکونه بند کړي وي اؤ ځوروي یې.

هغه زیاته کړه "نن هم دوئ په چیک پوسټونو په زرګونو ګاډي ودرولي دي، مونږ یې هم ودرولي یو ، اؤ مونږ څه خبره کوؤ؟ مونږ امن غواړو، مونږ دائین اؤ دقانون خبره کوؤ"

هغه وویل احسان الله احسان چې دچاودنو ذمه وارۍ یې قبلولې هغه ته دوئ لارې ورکړې خو کوم خلک چې دامن خبره کوي په هغوئ لارې تړي اؤ دا ددې ریاست ترجیحات دي.

د پي‌ ټي ایم مخکښ مشر اؤ دپارلیمان غړي محسن داوړ هم وي او ای ډيوه ته ویلي منظور پشتین غوښتل مهمند ضلعه کې دبې درکه خلکو دپاره کیدونکي احتجاج کې برخه واخلي خو ریاست هغه پسې خپل خلک راویستي اؤ دغلته دتګ څخه یې منعې کړی دی.

محسن داوړ ویلي دلته هر چاته دهیواد ائین اؤ قانون دخپلې رایې د څرګندؤلو اؤ دسیاسي فعالیتونو حق ورکړی دی خو له بده مرغه هغه قوتونه چې په پښتنو یې خپله خاوره تنور کړې ده ،اوس غواړي دخپلو بړیڅو په مټ دپښتنو د روانې مبارزې مخه ونیسي.

هغه په ننۍ پېښه د خفګان په څرګندؤلو سره وویل چې میلمه پالنه دپښتنو یو زوړ اؤ پېژندلی روایت دی اؤ پښتانه کله هم پخپل کور یا خاوره کې دخپل مخالف سپکاوی هم نه کوي خو اوس ریاست دا نوې لوبه شورو کړې ده چې لکه یې څنګه په باجوړ کې څه موده وړاندې خپل بړیڅي راویستي وؤ همدغه راز یې اوس دمنظور پشتین مخه هم مهمند ضلعه کې پخپلو کسانو نیولې ده.

محسن داوړ وایي په داسې کیسو څو کسانو د ټول مهمند قام دبدنامولو هڅه کړې ده خو د دوئ پشا ولاړ قوتونه باید پوئ شي چې په په داسې عملونو نه خو دوئ حقائق له خلکو پټولی شي اؤ نه دپښتنو دحقونو دپاره د روانې مبارزې مخه نیولی شي.

نوموړي وویل” اوس خو د میډيا اؤ سوشل میډیا دور دی اؤ دوئ چې څومره زمونږ غږونه غلي کول غواړي دومره به زمونږ غږ دنیا ته په شدت سره رسیږي”

محسن واوړ وایي دا دهغوئ خپله خاوره ده اؤ پخپله خاوره کې چرته دتګ راتګ دپاره چانه د اجازې اخستو هیڅ اړتیا نه وي.

هغه وایي که نن منظور پشتین مهمند ضلعې ته نه دی پریښودل شوی نو هغه به له دې وروسته بیا مهمندو ته لاړ شي اؤ دا ځل به هغه سره تر دې هم ډیر ملګري بدرګه وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG