لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملالې یوسفزۍ اېپل کمپنۍ سره د ډرامو او ډاکومنیټرۍ جوړولو تړون لاسلیک کړ


واشنګټن ـــ د ښځو او ماشومانو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې د نوبل جایزه ګټونکې سواتۍ ملالې یوسفزۍ له امریکایي کمپنۍ اېپل سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د ښځو او ماشومانو لپاره به تعلیم ته هڅوونکی ډیجیټل مواد تیاروي.

د اېپل کمپنۍ مشر ټیم کوک پر خپله ټویټر پاڼه له ملالې یوسفزۍ سره پر دې تړون خوشالي څرګنده کړې او لیکلي یې دي: "د ښځو د نړیوالې ورځې د پیلولو څومره ښه لاره ده، ملالې! دا خو ډېر خوشالوونکی خبر دی".

23 کلنه ملاله یوسفزۍ چې د تېر کال په جون کې له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوې، د ګل- دوشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې د دې نوې پروډکشن کمپنۍ "ایکسټرا کریکولر" به د څو کلونو لپاره له اېپل پلس ټیلیویژن سره کار کوي.

ملاله وایي د ښځو او ماشومانو د تعلیم د هڅونې او نورو مسایلو په اړه به ډرامې، ډاکومینټري فلمونه، د ټوکو ټکالو او هڅونې او د ماشومانو لپاره تفریحي پروګرامونه به تیاروي.

اېپل کمپنۍ هم د ښځو پر نړیواله ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د ملالې یوسفزۍ له کمپنۍ سره د اېپل ټيلیویژن تړون شوی دی.

ملالې یوسفزۍ رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا هیله منه ده چې له تړون سره به دا وکولای شي خپل پیغام تر ډېرو خلکو ورسوي. ملاله وايي:

"زه هیله لرم چې د دې همکارۍ له لارې به زه وکړای شم دې ځای [اېپل ټیلویژن] ته نوي غږونه راوړم، زه هیله منه یم د دې په وجه به اوس ډېر ځوانان او نجونې دا ټیلیویژن ګوري او اغېز به ورباندې کوي".

اېپل کمپنۍ ټیلیویژن تر دې وړاندې د امریکې له نامتو ټیلیویژن کوربه اوپرا ونفري، فلم جوړوونکي سټیون سپېلبرګ، فلمي ستورو سمیت او جېنیفر اېنسټن هم تړونونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې اېپل کمپنۍ په 2015م کال کې د ملالې یوسفزۍ پر ژوند ډاکومینټري فلم جوړ کړی وو او په 2018م کال کې یې د دې له ادارې (ملاله فنډ) سره تړون کړی وو، چې د تعلیم په برخه کې به ورسره هکاري کوي او له نجونو سره د تعلیم د برابرو اسانتیاوو په لړ کې به د ملالې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG