لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د بهرنيو او دفاع چارو وزیران د اسيا سفر کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن او د دفاع د چارواکو وزير لوېډ اسټين په راتلونکو ورځو کې د اسيا سفر کوي، د سټېټ ډيپارټمنټ او پينټاګون ترمخه د بايډن انتظامیې د نوموړو وزيرانو د اسيا دا لومړی سفر دی.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ويلي دي، د 14 نه د 18 مارچ پورې د جاپان او جنوبي کوريا په سفر کې به دوی د امریکا د اتحاديانو او د هند پېسفک، سيمه او نړۍ کې امن ته د ودې ورکولو، امنيت او خوشالۍ ژمنې پياوړې کوي.

پېنټاګون ويلي، اسټين به په سفر کې د لوړ پوړو چارواکو سره د نړيوالې دفاع په لړ کې داړيکو د اهميت او په دغه لړ کې د امريکا ژمنې پياوړې کړي چې د هند پېسفک په سيمه کې نړيوالو قاعدو، قوانينو ته درناوی وشي.

بلينکن او اسټين به په ټوکيو کې د خپلو جاپاني سيالانو سره د امنيت په موضوع ليدنه هم وکړي.

ويل شوي بلينکن به د جاپاني سوداګر مشرانو سره انلاين ليدنه هم وکړي او د دواړو ملکونو ترمنځ د کرونا په مهال د کاروبار په اغېزو به ورسره خبرې هم وکړي.

په جاپان کې د دوه ورځو د سفر وروسته به بلينکن او اسټين د جنوبي کوريا د سول سفر وکړي او هلته به د خپلو سيالانو سره په دوه اړخيزه او نړيوال ارزښت خبرې وکړي.

اسټين به خپل سفر په 13 مارچ پېلوي او په هوايي کې به د هند پېسفک مرکز ته لاړ شي او بيا به د هند سفر وکړي د هند د دفاع وزير راجنات سينګ او نورو لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره وويني او د هند سره به د امریکا د همکارۍ په نوره ژورتيا خبرې وکړي.

بلينکن به په دې سفر کې د مطبوعاتو په ازادۍ ټينګار کوي.

ويل شوي بلينکن به د چاپان او د کوريا د جرنلېسټانو سره انلاين ليدنې کوي او د مطبوعاتو په رول، جمهوريت په دفاع او سولې په موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

بلينکن او اسټين په داسې حال کې د اسيا سفر کوي چې د بايډن انتظامیې د ختيځ چين په سمندر کې د مقابلې د اقداماتواشارې ورکړي او له دغې ورسته په درېم مارچ بلينکن ویلي وو د امريکا او چين ترمنځ اړیکې په نړۍ کې د پېړۍ د جيو پوليټيکل غټه ازموينه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG