لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به د ۱.۹ ټریلینه منظور شویو مرستو څخه ۱۱ بیلینه نړیوالو ته ورکوي


واشنګټن – د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا په ۱.۹ ټریلینه منظور شويو مرستو کې ۱۱ بیلینه بهرنۍ مرسته هم منظور کړې ده.‌

پخوانیو مرستندویه چارواکو وکیلانو ته وویل، دغه ګام د کورونا په وړاندې د امریکا د نړیوال غبرګون پیل ښيي.

د یوسېډ یو پخواني اداري مشر او دا مهال د راکفېلر فونډېشن مشر راجیو شا د شورو په ورځ د استازو جرګې ته وویل، "تشه تر اوسه هم شتون لري."

هغه زیاته کړه، د امریکا لپاره به چې په نړۍ کې مخکښه ده ددغې تشې ډکول وي.

ده دا هم وویل، "مونږ ته به دا کار هم وي چې د نړیوال بانک، آی ام اف او نورو ادارو له لیارې د نړیوالو شریکانو راټول کړو چېرې چې مونږ خپل غږ کارولی شو.

کارپوهان ټینګار کاوه چې د امریکا لخوا د کورونا د ژغورلو په دغه پلان کې تر ۲۰ بیلینو ډالرو پورې ځای شي.

په امریکا کې د سټراټېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د نړیوالې روغتیا د پالیسې د مرکز پخواني مرستیال سټېفن مورېسن وايي، "دا یو هوښیار ګام و چې په دغه ځای کې ۱۱ بیلینه ډالره ترلاسه شي خو دا د څو څېزونو په رڼا کې اخېستل شوی دی."

هغه وویل، "په دې پوهېږو چې د امریکا دننه د کورونا د ستونزې حلول، له وبا څخه خلاصېدل، د ټولنو بیا پرانېستل، د اقتصاد بیا پرانېستل او داسې نور به هغه وخت بریالي وي کله چې دا په ټوله نړۍ کې عملي شي. مونږ داسې نه یو چې موږ ګواکې کوم جلا ټاپوګان یو"

۱۱ بیلینه ډالره به چاته رسېږي؟

مورېسن وویل، په دغو ۱۱ بیلینه ډالرو کې د اېډز، ټي بي او ملاریا له ناروغیو سره د جګړې لپاره لګښتونه او په غریبو هېوادونو کې د کورونا پرضد جګړه هم شامله ده.

همدارنګه له دغو پیسو څخه به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره د روغتیايي تیاریو په پلان باندې هم ولګول شي.

امریکا همدارنګه د ډبلیو اچ او لخوا غریبو هېوادونو ته د کورونا د واکسین رسولو د پروګرام یا کواکس لاندې له پلان شویو څلور بیلینو څخه دوه بیلنه ورکړي دي.

د کوواکس پروګرام د روس او چین د واکسین له ډپلوماسۍ څخه په جلا توګه د خپل جوړ کړي واکسین له لیارې پلی کېږي.

ریپبلېکنز استازي نیکول ملیوتاکېس وايي، دا مهمه وه چې د چین د اغیز د پراخوالي پرضد دا ګام واخېستل شي چې د امریکایانو او امریکا لخوا د یوې تحفې په بڼه وړاندې شي.‌

د امریکا د ژغورلو په نامه د کورونا د مرستو دغه پلان په تېر کال کې پنځم پلان دی چې د کورونا د اقتصادي زیانونو د مهار لپاره د کانګرس لخوا پاس کېږي.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا امریکايي وکیلان به د مرستو کومه بله دسته هم تصویب کړي او که نه ځکه تر اوسه پورې د لګښتونو له حده زیاتېدو په اړه اندېښنې شته.

تمه ده ولسمشر جو بایډن به په کانګرس کې د مرستو دغه پاس شوی بېل ددې اونۍ په پای کې لاسلیک کړي او په یو قانون باندې به بدل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG