لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د دهړکو او تورونو سره د پاکستان د برني اېوان د مشر ټاکنه کيږي


د پاکستان د برني اېوان (سېنېټ) د مشر ټاکنه نن د جمعې په ورځ (12 مارچ) په داسې حال کې کيږي چې مخالفه ګوندونو تور لګوي غړو ته يې دهړکې ورکول کيږي چې حکومتي امېدوار ته ووټ ورکړي.

حکومتي اتحاد صادق سنجراني او مخالفه ګوندونو يوسف رضا ګېلاني د سېنېټ د چيرمېن د څوکۍ دپاره ودرولي دي، دغه ډول د مرستيال چيرمېن دپاره حکومتي امېدار مرزا محمد افريدي او د مخالفه ګوندونو امېدوار مولانا غفور حېدري دی.

د سرکاري ميډيا ترمخه د برني اېوان دپاره ټاکل شوي 48 نوي سېنېټران به نن د جمعې په ورځ سوګند پورته کوي او وروسته به بيا د پټې رايې د لارې د چيرمېن ټاکنه کيږي.

د پاکستان د برني اېوان د مشر د ټاکنې دپاره د شمېرو ترمخه د 100 غړو په اېوان کې د حکومت سره 48 او مخالفه ګوندونو سره 52 غړي دي.

مخالفه ګوندونه د خپل کانديد او حکومت د کمو شمېرو سره د خپل کانديد د ګټلو دعوې کړي دي.

د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز ویلي د صادق سنجراني د ګټې دپاره ټولې سياسي، جمهوري او قانوني لارې کاروي، هغه تور لګولی مخالفه ګوندونه پېسې کاروي غېرقانونه او غېر اخلاقي لارې خپلوي او جمهوريت ته زيان اړوي.

خو بل لور د مخالفه ګوندونو امېدوار يوسف رضا ګېلاني پرون په 11 مارچ مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې ګته به د هغه وي.

او د مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په ټویټر او نورو غړو يې په يوه خبري غونډه کې تور لګولی چې غړو ته يې د دهړکو او حکومتي امېدوار ته د ووټ ورکولو دپاره ټيليفونونه کيږي.

د حکومتي اتحاد کانديد صادق سنجراني د کال 2018 د مارچ په میاشت کې د سېنېټ په انتخاباتو کې د بلوچستان عوامي ګوند (باپ) لخوا سېنېټر ټاکل شوی وو.

د اپرېل په مياشت کې نوموړی د سېنېټ چيرمېن ټاکل شوی او د مسلم ليګ ن ګوند راجه ظفر الحق ته يې ماتې ورکړې وه.

په 2019 کې د سنجراني پرضد مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک راوړلی خو په سېنېټ کې د مخالفه ګوندونو د زیاتو غړو باجود سنجراني کامیاب شوی وو.

د صادق سنجراني په مقابله کې د مخالفه ګوندونو امېدوار يوسف رضا ګېلاني چې د پيپلز ګوند سره يې تعلق دی په کال 2008 کې وزيراعظم جوړ شوی وو.

خو وروسته د پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري د قضيو په لړ کې سويټزرلېنډ ته د خط نه ليکلو په سر سپريم کورټ هغه نااهله کړی وو.

د پاکستان په عامو انتخاباتو کې تل د درغليو تورونه لګي او په ځانګړي ډول د سېنېټ په انتخاباتو کې تورونه لګول کيږي چې ووټونه په پېسو اخستل کيږي.

XS
SM
MD
LG