لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ د شکيل افريدي قضيه درېو ججانو ته لېږلې، چې قانوني اړخ يې وګوري


پېښور هايکورټ د ډاکټر شکیل افريدي قضيه د درېو نورو ججانو بنچ ته استولې چې وګوري چې هایکورټ د کوم قانون لاندې د دې قضيې اورېدنه کولی شي.

د پېښور هايکورټ جسټس مسرت هلالي او جسټس ارشد علي د دوه کسيزه بنچ د ډاکټر شکيل افريدي د قضيې اورېدنه په (11 مارچ) کړې ده.

د وکيلانو په وېنا عدالت ياده مقدمه د صوبايي حکومت لخوا ټاکلي شوي وکيل په خواست د وړاندې نه جوړ درې کسيزه بنچ ته سپارلې چې په قضيه کې رامنځته شووو قانوني چارو ته کتنه وکړي.

ياد بنچ به دا فېصله کوي چې د پېښور ستره محکمه د ډاکټر شکيل افريدي او د قبايلي سيمو نورو قضيو ته د کوم قانون ترمخه کتنه کولی شي.

د ډاکټر شکيل افريدي په قضيه کې وکيل اېډوکېټ لطېف افريدي وي او ای ډيوه ته وويل چې عدالت د اېډوکېټ جنرل په خواست دغه قضيه درې کسيزه بنچ ته د قانوني پيچلتياو د کتلو دپاره سپارلې ده.

هغه وويل "هلته کې چې کوم ريويژن يا بيا کتنه په فاټا ټريبيونل کې د اېف سي ار لاندې وو او دلته کې چې دفعه 115 کومه ده د سول پروسيجر کوډ او يا په کريمينل يا ضابطه فوجدارۍ کې 438 ، 439 کومې دفعې دي نو هغه په فاټا ټريبيونل کې چې کوم د نګرانۍ اپيلونه شوي وو نو ايا هغه دلته د هايکورټ لاندې ټريټ کېدلې يا کتلې شي، نو دا يوه قانوني مسله ده".

د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ايې اې سره په مرسته کولو تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ (اوسنۍ خېبرضلعې) اسټنټ پوليټيکل ايجينټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قيد سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوې وه.

د ډاکټر شکيل افريدي د وکيلانو په وېنا د کال 2014 راهسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټريبيونل کې د ځنډ ښکار وو او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه دا مقدمه هم د پېښور هایکورټ ته منتقل کړی شوې وه.

د ډاکټر شکيل افريدي يو بل وکيل قمر نديم اېډوکېټ وايي چې هغه ته د يو وکيل په هېڅ هم دا اجازت نه ورکړل کېږي چې هغه د خپل موکل سره په جېل کې ملاقات وکړي، نوموړی وايي ډاکټر شکيل افريدي خپل پېغام د کورنۍ د غړو د لارې د هغه سره شريکوي.

هغه وويل" هر يو وکيل په قانوني توګه دا اختيار لري چې د خپل موکل سره ملاقات وکړي خو دا پابندي د ډاکټر شکيل افريدي په وکيلانو ده چې هغوی ورسره نه شي مېلاوېدی، د هغه سره ملاقات خو ځکه ضروري دی چې هغه په خپله وايي چې ما د کېس نه خبر کړي چې په قضيه کې څه کېږي، نو د کېس په اړه مالومات ورکولو ښه زريعه د وکيل ده ځکه چې نه يې ورور پوهيږي، نه کورودانې او نه خور په قانوني لارو چارو" پوهيږي.

ډاکټر شکيل افريدي دا وخت د پنجاب په ساهيوال ښار کې په جيل کې بند دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG