لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ کې په وړومبي ځل پوليس بهرتي شوي


د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر (ايي جي) ثناالله عباسي ويلي په باجوړ کې په لومړي ځل 250 پولیس بهرتي شوي، د باجوړ په سفر کې نوموړي ویلي 58 زره کسانو د پوليس بهرتۍ دپاره خواستونه ورکړي وو.

عباسي نن د جمعې په ورځ (12 مارچ) په باجوړ کې راجوړې دستورې ته په وېنا کې وويلي د قبايلي ضلعو 29 زره ليويز او خاصه دار ځواک سرتيري په پوليس کې ګډ کړی شوي دي، په دوی کې لس زره سرتيري د پوليسو او پوځ لخوا تربيه شوي او د روان کال د دسمبر پورې به د ټولو 29 زرو د تربيې عمل سرته ورسي.

نوموړي زياته کړې په پوليس محکمه کې د ښځو د پاره 10 فيصده او لږکيو د پاره درې فيصده کوټه مقرر شوې وه خو هغه هومره ښځې او د لږکېو خلک بهرتۍ د پاره نه وو راغلي خو دوی هغه کوټه خالي پرپېښودې او د خلکو په غوښتنه کوشش کوي چې دوي ته د بهرتۍ په ميعار کې نرمي راولي او هم ځايي خلک پکې بهرتي کړی شي.

ثناالله عباسي وويل" په دې سيمه کې ډيره ترهګري شوې او د ليويز او خاصه دارو د ځايي مشرانو او پوځ سره په ګډه ترهګرو ته ماتې ورکړې ده او دا ډيره وليا خبره ده چې د عوامو سره په ګډه ترهګرو ته ماتې ورکول د پاکستان او نړۍ په تاريخ کې ځانګړی حثيت لري"

ثناالله عباسي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د قايلي ضلعو استوګن وايي په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي، په باجوړ، وزيرستان او نورو سيمو کې وخت په وخت په ځايي مشرانو او امنيتي ځواکونو باندې د بريدونو خبرونه مخې ته راځي.

د قبايلي ضلعو د خاصه دارو د کميټۍ مشر سيد جلال وزير وايي په قبايلي ضلعو کې اوس هم د خاصه دارو په پوليسو کې په ورګډېدو کې مسلې موجودي دي. د دوي د پاره د سينيارټۍ، ګاډو، وسلې او تاڼو کمی دی که دا مسلې يې هوارې شي دوی کولی شي چې د يو پياوړي ځواک په څېر د سيمې وضعيت سمبال کړي.

سيد جلال وزير وويل په قبايلي ضلعو کې چې په د ورګډېدو نه وړاندې کوم خاصه دار او ليويز اهلکار وژل شوي د هغوی د کورنيو غړي د صوبې د نورو ضلعو په څېر په پوليس کې نه بهرتي کيږي.

خو ثناالله عباسي وويل د دې کار دپاره قانون سازي روانه ده او دوی غواړي د وژل شوو سرتيرو د کورنيو غړي د صوبې د نورو برخو په څېر په پوليس کې بهرتي کړی شي.

ثناالله عباسي په قبايلي ضلعو کې د تاڼو ، وسلې،ګاډو او په دغو سيمو کې پوليسو ته د ټولو اسانتياو برابرولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG