لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دسینیټ دمشر ټاکنه،د رایې اچونې کوټنۍ څخه پټې کیمرې نیول شوي


پاکستان کې دسینیټ دمشر اؤ مرستیال مشر په څوکیو دکېدونکو ټاکنو په مهال مخالف ګوندونه وایي د رایې ورکولو د کوټنۍ یا پولنګ بوتهـ څخه یې دوه پټې لګول شوې کیمرې ترلاسه کړې دي چې ټاکنو کې ټګي اؤ حکومتي ویره ښایي.

خو حکومت بیا وایي چې دا ټپې کیمرې هغوئ نه دي لګولي بلکې هغوئ به لګولي وي چې چا موندلي دي.

دمسلم لیګ نواز ګوند سره تړاؤ لرونکي سینیټء مصدق ملک دجمعې په ورځ رسینو ته ویلي کله چې هغوئ په سینیټ کې د رائیو ورکولو د کوټنۍ یا پولنګ بوتـ لیدنې ته ورغلل نو دغلته یې هغه پټې لګول شوې دوه کیمرې ولیدلې چې مخه یې د رایې ورکوونکو مخ اؤ د رایې ورکولو کاغذ ته ورګرځول شوې وه.

هغه ویلي د رائیو په کوټنۍ کې دپټو کیمرو لګول د حکومت لخوا دټګۍ پلان اؤ حکومتي ویره ښایي ځکه چې حکومت پخپلو سینیټرانو بې باوره دی چې رایې به ورنکړي.

دمسلم لیګ نواز ګوند یو بل سینیټر مصطفی نواز کهوکهر هم دعوه کړې ده چې دغه کیمرې یې پخپله لیدلي اؤ اوس ددې پلټنه پکار ده چې دسنیټ سیکرټري دا پټې کیمرې دچا په وینا لګولي دي.

هغه رسنیو ته ویلي چې حکومتي غلا یې لاس په لاس نیولې ده اؤ اوس په دې عمل کې ککړ کسان دقانون منګولو ته راکش کول پکار دي.

پاکستاني میډیا وایي چې ددې پټو کمیرو د رابرڅېره کیدو نه وروسته اپوزیشن ګوندونو په سینیټ کې سخت احتجاج کړی اؤ د رایې اچونې دغه کوټنۍ یې ویجاړه کړې ده چې له هغې وروسته په سیینټ کې د رایې اچونې دپاره بله کوټنۍ لګول شوې ده.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز دپټو کیمرو په رابرڅېره کیدو خپل غبرګون کې په ټوئټر لیکلي عادت اؤ سند لرونکي د ووټونو غله هرځل د ووټونو پټولو نوې طریقې لټوي خو لاس په لاس ګیریږي.

هغې لیکلي خو اوس خبره دې حد ته راغلې چې کله د ایجنسیو نه په ټيلي فونونو کولو اؤ د ټوپک په زور د ووټ اخستو خبرې سر ونه نیولو نو دکیمرو په لګولو د سینیټ دغړو جاسوسي ته نوبت ورسیدو چې دا یو تاریخي دلت دی

هغې زیاته کړې "د ارټي ایس اؤ ډسکه د لړې نه وروسته په سینیټ د ډاکې اچولو دپاره نن وروستۍ جګړه هم بائیلل شوې ده،دسپریم کورټ نه یې ماتې وخوړه،ائیني ترمیم کې ناکامه شول،صدارتي ارډیننس یې عبث لاړو اؤ اوس یې دپټو کیمرو مستریان راوستل"

مریم نواز زیاته کړې ده چې" ائین کې دپټې رایې اچونې ذکر شته د پټو کیمرو نه ځکه شرم وکړئ اؤ کرسۍ پریږدئ"

خو حکومتي سینیټر فیصل جاوید بیا د پټو کیمرو د لګولو پړه په اپوزیشن اچولې اؤ ویلي یې دي چا چې دا کیمرې پیدا کړي هم هغوئ به لګولي وي ګنې دوئ ته څنګه ددې کیمرو په هکله معلومه شوه؟

داطلاعاتو مرکزي وزیر سنیټر شبلي فراز خبریالانو ته ویلي چې د رایې اچونې د کوټنۍ څخه د پټو کیمرو د رابرڅېره کیدو پلټنې پکار دي خو هغه وایي چې حکومت روڼ انده ټاکنو بشپړه هڅه کړې ده اؤ داپوزشن ګوندونه هسې ډرامې کوي.

هغه ویلي په قامي اسمبلۍ کې دکمو څوکیو لرلو باوجود چې داپوزیشن کاندید د سینیټ چوکۍ ګټي نو دا ښایي چې په پیسو د رایې اخستلو اؤ ټګۍ چلونه اپوزیشن له ورځی اؤ حکومت ځکه په ډاګیز ډول د سینیټ دټاکنو غوښتنه کړې وه چې دټګۍ مخه یې نیول غوښته.

دجماعت اسلامی سینیټر مشتاق احمد خان وایي دسینیټ دچئیرمین اؤ مرستیال چئیرمین له ټاکنو وړاندې د رائیو کوټنۍ نه د کیمرو اؤ جاسوسي الاتو ترلاسه کیدو دپارلیمان توهین دی اؤ په دې کار کې “سلیکټيډ” اؤ “سیلیکټرز “لاس لري

پاکستان کې په عمومي ډول حکومت مخالفه مشران “سلیکټيډ”لفظ د وزیراعظم عمران خان اؤ “سیلکیټرز” لفظ دطاقتور پوځ اؤ استخباراتي شبکو دپاره کاروي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر میا افتخار حسین هم په ټوئټر لیکلي د سرکار غلا نیول شوې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې په نړۍ کې دملک بدنامولو دپاره به څومره نوې نوې طریقې لټول کیږي؟

هغه وایي "په برني ایوان کې دپټو کیمرو په لګولو دخپلې خوښې نتیجې ترلساه کول غواؤی اؤ بیا به وایي چې دپاکستان پاسپورټ درناوی نه لري"

د رایې اچونې دکوټنې نه په ترلاسه شوؤ دې پټو کیمرو په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان دي اؤ د ټولنیزو رسینو زیاتره فعالانو پخپلو پوسټونو کې د اشارو په ژبه ددې پړه د هیواد په طاقتورو استخباراتي شبکو ور اړولې ده.

خو پوځ مدام دسیاسي مشرانو اؤ مطبوعاتو دا رقم تورونه رد کړي اؤ وایي په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دمسلم لیګ ګوند سره تړاو لرونکي یو سینیټر حافظ عبدالکریم دسینیټ دچئیرمین اؤ مرستیال دچئیرمین له ټاکنې یوه ورځ وړاندې تور لګولی چې د مهمو ادارو کسانو ورته فونونه کړي اؤ ورته یې ویلي چې خپله رایې به د پي‌ ډي ایم کاندیدانو ته نه ورکوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG