لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کېسټ او سي ډي جوړوونکی هالېنډی انجینېر د 94 کلنۍ په عمر مړ شو


واشنګټن ــــ د موسیقۍ په نړۍ کې انقلاب راوستونکی د هالېنډ هېواد انجینېر لوو اوټنز چې د ټېپ کېسټ یا پیته یې جوړه کړې وه او د سي ډي په جوړلو کې یې برخه لرلې وه د 94 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د فیلیپس کمپنۍ د اندازې له مخې تر اوسه په نړۍ کې 100 اربه کېسټونه او 200 اربه سي ډي خرڅې شوې دي.

که څه هم د موسیقۍ مینه والو ته په هغه زمانه کې دا لوی زېری وو، خو ښاغلي لوو اوټنز په وروستیو کلونو کې د خپل دومره لوی ایجاد په اړه په عجز او شکسته نفسۍ سره ویلي:

"موږ هغه وخت ډېر واړه هلکان وو چې [دا کار مو] د لوبو غوندې کاوه، موږ داسې نه ګڼله چې ګواکې موږ ډېر لوی کار کوو. دا زموږ لپاره یو ډول وختېری وو".

لوو اوټنز چې د انجینېرنګ ډګري تر لاسه کړه نو له نړیوالې فیلیپس کمپنۍ سره یې په بلجیم کې په 1952م کال کې کار پیل کړ او لومړی کس وو چې د آډیو (ږغیزې) موسیقۍ په برخه کې یې کار وکړ او کېسټ یې ایجاد کړ.

تر هغه وړاندې د ږغ ریکارډولو لپاره د زاړه طرز غټې غټې پټې یا رېلونه موجود وو، خو ښاغلی اوټنز له هغه تنګ شوی وو او غوښتل یې وړه یې کړي چې بیا یې د ټېپ کېسټ جوړ کړ.

لوو اوټڼز لومړی کېسټ له لرګي جوړ کړ چې په جېب کې هم ځایېده او وروسته یې د پلاسټیک پوښ ورکړ او بیا یې کمپنۍ هم وهڅوله چې نورو کمپنیو ته هم د کېسټ جوړولو وړیا اجازه ورکړي.

له هغه وروسته کېسټ یا پیته په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه، چې د موسیقۍ په نړۍ کې یې بدلون راوست او هر چا په اسانۍ سره د موسیقۍ اورېدو ته لاره پیدا کړه.

لوو اوټنز د کېسټ تر ایجاد وروسته د سي ډي جوړولو په کار کې هم برخه اخیستې ده او په دې توګه هغه د موسیقۍ په برخه کې د دوو سترو ایجادونو د سر له کسانو څخه ګڼل کېږي.

لوو اوټنز د 1926م کال د جون په 21مه د هالېنډ د ویسټرولډ ښار په بېلنګ ولډ کلي کې زېږېدلی وو.

XS
SM
MD
LG