لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور ځُو سايکلو ترلاسه کولو عمل پېچلی دی، ځايي خلک وايي


د پېښور په بي ار ټي يا چټک بس سروس کې شامل سايکلې روانې کړی شوي خو ځايي خلک وايي دغه سايکل چې څوک ترلاسه کوي د اندراج پېسې يې زياتې او عمل يې ګران دی.

په پېښور کې د چټک بس سروس بي ار ټي په څېر سايکل سروس هم د خپل ټاکلي وخت نه وروسته روان کړی شوی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت په 11 مارچ د (ځُو سايکل) په نوم سايکلې روانې کړي دي.

د پېښور بي ار ټي چټک بس پروژه د کال 2017 د اګست په مياشت کې پېل شوې او د هغه وخت وزیراعلی پروېز خټک ويلي وو د 46 اربه روپو په لګښت به په شپږو میاشتو کې دا پروژه پوره کولی شي خو دغه پروژه د تير کال 2020 د اګست په میاشت کې پوره شوې او ويل شوي وو په پروژه لګېدونکې پېسې 70 اربه روپو ته نزدې شوې وې.

ځُو سايکلې چې د بي ار ټي چټک بس څخه نزدې اووه مياشتې وروسته روانې کړی شوي چارواکي يې وايي په لومړي پړاو کې 360 سايکلې فعاله کړی شوي او د پېښور حیات اباد او پوهنتون پورې به محدود او 32 سټېشنې ورته جوړې کړی شوي دي.

خو د سايکلو روانولو د رسمي پرانستې وروسته په ځينو سټېشنو تراوسه چا سايکل نه دی ترلاسه کړی.

د پېښور پوهنتون يو زده کوونکی اورنګ پښتون يار وايي د سايکل د اندراج يا رجسټرېشن دپاره درې زره روپۍ ورکول غواړي او زده کوونکي نه شي کولی چې دومره پېسې ورکړی شي.

هغه وویل پکار وه چې د بي ار ټي کارډ په څېر اساني د سايکل دپاره هم جوړه کړی شوې نو خلکو به ترې ګټې ترلاسه کړې وې.

ځينې زده کوونکي بيا د سايکلو روانولو ستاينه کوي خو وايي د اندراج عمل يې پېچلی دی.

محمد شبير وايي، د ځُو بس په څېر به دا سایکل هم ګټور وي خو عام خلک لا د سايکل د اندراج په عمل پوره پوهه نه لري.

خو د پېښور ټرانس وياند محمد عمېر خان وايي دغه عمل ډېر اسان دی د بي ار ټي په هر سټېشن فارم ترلاسه کېدی شي او هر څوک کولی شي چې ځان رجسټرډ کړي.

چارواکي رجسټرېشن د سايکل د ضمانت دپاره کولی شي، او 3000 روپۍ هم د سايکل ضمانت دی او واپس کېدی هم شي او چې څوک هم سايکل بوځي په درې ورځو کې به یې بيرته سټېشن ته بوځي او که داسې ونه کړی شي قانون به په عمل کې راوستلی شي.

چارواکي وايي که دغه پروژه کامیابه شوه نو د ښار نورو برخو ته به يې هم وغځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG