لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روشن ډيجيټل اکاونټ څه شی دی او څومره پاکستانيانو دغه اکاونټونه پرانستي؟


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي د ملک دننه تیر کال پېل کړی شوي (روشن ډيجيټل اکاونټ) د اکاونټونو شمېره د يو لک نه اوړېدلې ده او په دې کې 67 کروړه او لس لکه ډالره جمع شوي دي. پوهان وايي په پاکستان کې د ډیجيټل اکاونټ پېل کولو ګام د اېف اې ټي اېف د شرطونو او ځينې نورو علتونو له امله پورته کړی شوی دی.

سټېټ بېنک وايي د 100 نه په زياتو ملکونو کې مېشت پاکستانيانو دا اکاونټونه جوړ کړي دي، پوهان وايي د سټېټ بېنک لخوا په وړومبي ځل په بهر ملکونو کې د مېشتو پاکستانيانو دپاره دغه سکيم راوړل شوی وو او دا ښايي چې مرکزي بېنک ډيجيټل اکانومي طرف ته ګامونه پورته کړي دي د کوم سره چې به د پاکستان اقتصاد په ريکارډ راشي او ماليه يا ټېکس به ورسره هم سېوا شي.

د اقتصاد ماهر ډاکټر عادل شېخ وايي، په موجوده وخت کې د پاکستان درامدات د برامداتو په پرتله کم دي يا د بهر نه څيزونه زيات راځي او بهر کم لېږل کيږي او د دې سره د پاکستان زر مبادله د فشار سره مخ ده.

هغه وايي د روشن ډيجيټل اکاونټ د لارې د بهر ملکونو څخه راتلونکو پېسو سره به د پاکستان په غېرملکي زر مبادله فشار راکم شي.

نوموړی زياتوي په پاکستان کې نېغ په نېغه په سرمايه کارۍ يا پانګونه کېدی شي د دې اثر ونه شي خو کرنټ اکاونټ ته به ترې ګټه وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تیر کال د ستمبر په لسمه نېټه د روشن ډيجيټل اکاونټ پرانسته کړې وه او د مرکزي بېنک په مرسته کمرشل يا کاروباري بېنکونو په بهر ملکونو کې مېشتو پاکستانيانو ته اسانتيا ورکړې وه چې بېنک ته د تګ پرته د انټرنېت د لارې په پاکستاني روپۍ او ډالر کې اکاونټونه پرانيزي د کوم اکاونټ د لارې چې به دوی کولی پاکستاني بېنکونو ته به رسايي وکړي پېسې انتقال کړي، بلونه جمع کړي، د ونډو بازار ته لاس رسي ولري او کاروبار وکړی شي.

په پاکستان کې اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، د کرونا وبا، د تجارتي خسارې او غېر قانونه پېسو د انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې (اېف اې ټي اېف) د شرطونو په سر پاکستان دغه ګام پورته کړی دی.

هغه وايي له دې وړاندې چې به د بهر هېوادونو نه چا پېسې رالېږلې د مشکلاتو سره به مخ کېده او زيات وخت پرې لګېدو.

سجاد احمد زياتوي په خپله روشن ډيجيټل اکاونټ لري خو وايي اوس هم دغه اکاونټ جوړول يو پېچلی عمل دی پکار ده چې حکومت په دغه لړ کې نورې اسانتياوې راولي، موبايل اپليکېشن وکاروي او اکاونټ پرانستل نور اسان کړي نو ورسره به دا اکاونټونه به نور هم سېوا شي.

د مرکزي بېنک لخوا د غېر ملکي پانګونې دپاره نيا پاکستان سرتيفيکېټ يو بل سکيم هم راړل شوی دی چې د لارې به یې د پينځه کلونو دپاره په بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيان په اووه فيصده ډالره او 11 فيصده روپۍ باندې دغه سرټيفيکېټ خرڅ کړي.

او بله دا چې دوه ورځې وړاندې مرکزي بېنک کمرشل بېنکونو ته ویلي وو چې نوي اکاونټونه څوک لري د انټرنېټ او موبايل اېپليکېشن د لارې د پېسو انتقال دې ورته اسان کړي.

XS
SM
MD
LG